ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ځوانانو ته دې د باچاخان په اړه سیمینارونه جوړ شي”

” ځوانانو ته دې د باچاخان په اړه سیمینارونه جوړ شي”

author avatar
12 Feb 2020 - 15:32
” ځوانانو ته دې د باچاخان په اړه سیمینارونه جوړ شي”
author avatar
12 Feb 2020 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): کابل کې د "خان عبدالغفار خان" په یاد د جوړې شوې غونډې ویناوالو خلکو ته د خدمت په لار کې د خان د مبارزو ستاینه وکړه، ویې ویل چې د هغه په اړه باید ځوانانو ته سيمینارونه جوړ شي.

په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د تاریخ د ملي ازادۍ تر ټولو ستر غورځنګ "خدایي خدمتګارۍ" بنسټ اېښودونکی عبدالغفار خان چې په باچاخان مشهور و، په ۱۸۹۰ کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو نومي کلي کې د یوه خان، بهرام خان په کور کې زېږېدلی و او د ۱۹۸۸ کال د جنوري په شلمه یې له نړۍ سترګې پټې کړې.

کابل کې نن (د سلواغې ۲۰مه) د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د باچاخان په یاد د څېړونکو او لیکوالانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلې چارو د همغږۍ مرستیال محمد یعقوب احمدزي په دغه غونډه کې وویل چې پاچا خان د سيمې ستر سیاسي مبارز شخصیت و او د ژوند ډېره برخه یې د خلکو پر وړاندې د عدم تشدد په مبارزه کې تېره کړه.

هغه وویل چې پاچا خان په خپله دغه مبارزه کې ډیرې ناخوالې ولېدې او کلونه کلونه یې په جېل کې تېر کړل، خوله خپله هوډه پر شا نه شو.

ده زیاته کړه چې پاچاخان له ناپوهۍ، تربګنیو، ناوړه دودونو، ټولنیزو محرومیتونو او نورو نا خوالو څخه د خلکو د خلاصون لپاره هلې ځلې کولې.

د احمدزي په وینا، پاچا خان به مشران د پوهنیزو مرکزونو جوړولو او کشران لیک او لوست ته هڅول او ویل به یې، ولس يې هغه مهال د ځان ژغورلو جوگه کېږي چې لوستى شي.

په دې غونډه کې د ختیځو ولایتونو د شورا مشرعبدالخالق پشه یې وویل چې د پاچا خان موخه خلکو ته خدمت کول و.

د هغه په وینا، غفار خان به خلکو ته ویل: «ما ته بابا مه وایئ، زه ستاسو خدمتګار یم او تاسو هم خپل ژوند د خلکو په خدمت کې تېر کړئ.»

د دې غونډه یو بل ګډونوال جمیل وقار هم د باچاخان مبارزه او په تړاو یې د نننۍ غونډې جوړول وستایل ویې ویل چې د مشرانو ویناوې او کړنلارې له ارزښته ډکې وی او ځوانان باید ګټه ترې پورته کړي.

هغه وایي، پاچا خان د پښتني ټولنې له ډېرو ناسمو دودونو سره مبارزه کوله، د قبایلو چارو وزارت باید د هغه د مبارزو په اړه د ځوانانو لپاره تحلیلي او تحقیقي پروګرامونه جوړ کړي، څو ځوانان د هغه مبارزې ته په پام د اوسنیو ستونزو لپاره حل لارې پیدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.