ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د معلولينو ترمنځ د بايسکل ځغلولو سيالي ترسره شوه

د بلخ د معلولينو ترمنځ د بايسکل ځغلولو سيالي ترسره شوه

author avatar
12 Feb 2020 - 15:03
د بلخ د معلولينو ترمنځ د بايسکل ځغلولو سيالي ترسره شوه
author avatar
12 Feb 2020 - 15:03

مزارشريف (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۵ معلولينو ترمنځ د بايسکل (ويلچر) ځغلولو سيالي ترسره شوه.

په بلخ ولايت کې د بدني روزنې رييس ابراهيم عثماني د سلواغې په ۲۳مه پژواک ته وويل چې دغه لوبې يې ملي ټيم ته د لوبغاړو د غوره کېدو په موخه جوړې کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د دې سيالۍ بل هدف دا دی څو وښيي چې معلولين ناتوانه نه دي، بلکې کولای شي چې په ټولنه کې فعاليت وکړي.

د هغه په وينا، په دې سيالۍ کې يې په ترتيب سره پنځه تنه غوره کړل چې څو ورځې وروسته به په مرکز کابل کې د ويلچر ځغلولو عمومي سيالۍ کې ګډون کوي.

نوموړی زياتوي چې معلوليت عيب نه دی او معلول کسان هم کولای شي چې د ټولنې لپاره وياړونه راوړي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيد اسحاق چې د ويلچر لوبو سيالۍ کې يې ګډون کړی و، د دغو سياليو لومړی مقام خپل کړ.

هغه پژواک ته وويل چې شپږ کاله وړاندې يې غوښتل چې په غير قانوني ډول ايران ته لاړ شي؛ خو په د ايران- افغانستان په سرحد کې په مرمۍ وويشتل شو او پښه يې قطع شوه.

نوموړي زياته کړه چې بيا وروسته يې بلخ کې سره صليب ادارې درملنه وکړه او پلاستيکي پښه يې ورته نصب کړه.

اسحاق زياتوي چې له ورزش سره یې علاقه وه او په همدې خاطر يې د ويلچر ځغلولو لوبې ته مخه کړه.

حبيب الله د مزارشريف بل معلول دی چې په دغه سيالي کې يې ګډون کړی وو.

د هغه نوم په پنځو هغو لوبغاړو کې راغلی چې په مرکز کابل کې به د ويلچر ځغلولو عمومي سيالي کې برخه اخلي.

نوموړي پژواک ته وويل چې په ياده سيالۍ کې يې په دې نيت برخه اخيستې چې خلکو ته وښيي چې معلوليت ناتواني او ضعف نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.