ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولسوالۍ په یوه تاریخي تپه کې خپلسرې کیندنې کېږي

د بلخ ولسوالۍ په یوه تاریخي تپه کې خپلسرې کیندنې کېږي

author avatar
12 Feb 2020 - 14:37
د بلخ ولسوالۍ په یوه تاریخي تپه کې خپلسرې کیندنې کېږي
author avatar
12 Feb 2020 - 14:37

مزارشريف (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت، د بلخ ولسوالۍ زرګر تپه نومې تاريخې سيمه کې هره ورځ لږ تر لږه سل کسان په غير قانوني ډول کيندنې کوي.

ځايي خلک وايي چې دغه کسان د کيندلو پر مهال قيمتي دانې، سره زر او نور تاريخي اثار پيدا کوي او بيا يې پر قاچاقبرو پلوري.

د دې تاريخې تپې په يوه څنډه کې د پوليسو امنيتي پوسته هم فعاله ده.

د بلخ مدني فعالان ياد وضعيت د اندېښنې وړ بولي او له حکومته يې د مخنيوي غوښتنه کوي.

په ورته مهال بلخ ولايت مقام او د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست هم په زرګر تپه کې د غير قانوني کيندنو خبره تاييدوي خو وايي چې د مخنيوي لپاره يې هڅې روانې کړي دي.

زرګر تپه نومې تاريخي سيمه د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د بازار ختيځ لور ته په دوه کیلومترۍ کې موقعيت لري چې تاريخي قدامت يې سلګونو کلونو ته رسېږي.

په يادې تاريخي غونډۍ کې د کورنيو جګړو پر مهال هم غير قانوني کيندنې شوې وې خو په افغانستان کې د نوي حکومت راتلو په لومړيو کې د کيندنو مخه نيول شوې وه.

خو په وروستيو څو مياشتو کې دغلته يو ځل بيا غير قانوني کندنو زور اخيستی او د ځينو لپاره د نامشروع ګټې ګرم بازار ګرځېدلی دی.

د دغه راپور جوړولو لپاره يادې تاريخي سيمې ته ورغلو، هلته ورتګ له خطره خالي نه وو؛ ځکه چې د غير قانوني کيندنو بهير د يوه پټ مافيايي سيستم له خوا اداره کېږي.

زرګر تپې ته د ورختلو پر مهال د يوه کس له خوا ګواښ وشو چې د کيندنې له ساحې به عکس او ويډيو نه اخلئ.

د يادې تپې مساحت څه باندې لس زره متر مربع دی.

په دې تاريخي تپه کې لسګونه کسان پر کيندنې بوخت دي، د پژواک ټيم يې لږ تر لږه سل کسان وشمېرل چې کيندنې يې کولې.

په دې تپه کې تر ۳۰ مترو پورې تونلونه ايستل شوي او لا هم خلک لګيا دي په قيمتي دانو، سرو زرو او تاريخي اثارو موندلو پسې ځمکه څېرې کوي.

په زرګرتېپه تاريخي سيمه کې ټولو کيندونکو ته ويل شوي چې د خپلو چارو په اړه به له هېڅ دولتي کس، خبريال او يا هم بل مشکوک کس سره معلومات نه شرېکوي.

له هڅو وروسته يو کس حاضر شو چې د کمال الدين په مستعار نوم خبرې وکړي.

۴۵ کلن کمال الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېیو مياشتو راهيسې په زرګر تپه کې کيندنې کوي.

نوموړي زياته کړه چې څو ځلې يې قيمتي دانې او سره زر موندلي او په ښه بيه يې پلورلي دي.

هغه وويل: ((زما خپله د قيمتي دانو نومونه نه دي زده، خو بېکاري ده، دلته هره ورځ راځو، کيندنې کوو او موندونکي شيان بيا په د همدې قيمتي دانو پر سوداګرو خرڅوو، ما خپله څو ځلې سره زر پيدا کړي چې ګرام يې په ۲۵۰۰ افغانۍ راڅخه اخيستل شوی دی.))

دى زياتوي چې پخوا به د کيندنو پر مهال ډېر شيان پيدا کېدل خو اوس  چې تر څو ځمکه ښه ژوره نه کړې، نو چي شی په لاس نه درځي.

کمال الدين په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې کله ځمکه تر ۲۰ مترو پورې ژوره شي، نو بيا يې خاوره راباسي او يوه پنځوس کيلويي بورۍ خاوره يې په ۷۰۰ افغانۍ خرڅوي.

نوموړي زياته کړه: ((ډېری کيندنکاران عام کليوال دي چې د سرو زرو، قيمتي دانو او هرزه شيانو توپير نه شي کولی؛ دوی بيا ځمکه ژوروي او خاوره راباسي، د هغې خاورې يوه پنځوس کيلويي بورۍ په ۷۰۰ افغانۍ خرڅوي، د قيمتي دانو مسلکي کاروباريان بيا هغه خاوره او شګه په اوبو مينځي او قيمتي دانې او سره زر پکې پيدا کوي.))

دغه سړي همدا راز پژواک ته وويل چې په تېرو درېیو مياشتو کې يې يواځې دوه  ورځې ځکه کيندنې ته نه و پرېښودل شوی چې يادې سيمې ته د دولتي پلاوي د ورتګ اوازې وې.

هغه نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې دغه تاريخي تپه يو مسوول لري او د کيندنې له هرې څا څخه د ورځې شاوخوا ۲زره افغانۍ  اخلي.

د زرګر تپې لوېديځ لور ته د باغ اوراق کلي اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل چې هره ورځ لسګونه کسان دې سيمې ته د کندنو لپاره راځي او ماښام بېرته خپلو کورونو ته ځي.

هغه زياته کړه، په ورځ کې سلګونه بورۍ خاوره له دغې سيمې څخه په موټرو او زرنج رېکشاوو کې وړل کېږي.

نوموړي دا هم وويل چې د بلخ ولسوالۍ ټول سيمه ييز چارواکي دغلته د غير قانوني کيندنو په تړاو خبر دي خو په اړه يې هېڅ ډول اقدام نه کوي.

هغه د زرګر تپې خواته په لاس اشاره وکړه او ويې ويل: ((هاغه ګورۍ چې د زرګرتپې په يوه څنډه کې د پوليسو پوسته ده، خو په څنګ کې يې کندنې روانې ده، نو ټول خلک پوهېږي چې کيسه له بره خرابه ده.))

په زرګر تپې تاريخي سيمه کې ناقانونه کيندنو د بلخ ولايت مدني فعالان هم اندېښمن کړي او له حکومته يې د مخنيوي غوښتنه کوي.

د مزارشريف مدني فعال هادي بلخ وال پژواک ته وويل چې له تېر يو کال راهيسې په زرګر تپه کې ناقانونه کيندنې روانې دي .

هغه زياتوي چې حکومت هم پرې خبر دی خو په خبره يې چې د مخنيوي لپاره يې تر اوسه هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

د بلخوال په وينا، د يادې تاريخي سيمې په غير قانوني کيندنو کې يو شمېر سيمه ييز زورواکي او حتی د بلخ دولتي چارواکي لاس لري.

د بلخ ولايتي شورا وايي چې د تاريخي سيمو او تاريخي اثارو ساتنه د حکومت دنده ده.

د ولايتي شورا رييس افضل حديد پژواک سره خبرو کې وويل چې د يادې موضوع په تړاو يادې شورا ته تر اوسه کوم شکايت نه دی رسېدلی.

هغه وايي، که چېرته په زرګرتېپه کې غير قانوني کيندنې روانې وي نو بايد مخه يې ونيول شي.

حديد وويل: ((بلخ کې نا امني زياته شوې، زه په زرګرتپه کې د غير قانوني کيندنو خبر نه ردوم او نه تاييدوم، خو که دا خبر رښتيا وي نو بايد مخه يې ونيول شي؛ ځکه موږ د تاريخي سيمو او لرغونو اثارو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه هم لرو.))

نوموړی وايي چې غير قانوني کيندنې او د تاريخي اثارو قاچاق او له منځه وړل له وطن سره جفا ده او عاملين يې بايد په جدي ډول تعقيب شي.

هغه زياته کړه چې دغه موضوع به د بلخ ولايت له مقام سره په جدي دول تعقيب کړي او که هر څوک په غير قانوني ډول کيندنې کوي نو مخه به يې ونيول شي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هم تاييدوي چې په زرګر تپه سيمه کې غير قانوني کيندنې روانې دي.

د دغه رياست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو پژواک ته وويل چې د بلخ په يو شمېر نا امنو سيمو کې تاريخي ابدات له ګواښ سره مخ دي.

ساهو زياته کړه چې په زرګر تپه سيمه کې د غير قانوني کيندنو په تړاو راپورونه تر دوی هم رسېدلي دي.

هغه وايي: ((په زرګر تپه کې غير قانوني کيندنې د جدي اندېښنې وړ دي، موږ رسماً امنيتي مقاماتو ته په دې تړاو مکتوبونه لېږلي او هغوی ته مو  ويلي چې يو شمېر سيمه ييز زورواکي ياده سيمه کې غير قانوني کيندنې کوي او تاريخي اثار له منځه وړي.))

ساهو په خپلو خبرو کې وويل چې امنيتي چارواکي بايد د دغه کار مخه ونيسي.

د هغه په وينا که په زرګر تپه کې د غير قانوني کيندنو مخنيوی ونشي؛ نو د دغې مهمې او تاريخي سيمې ارزښت به له منځه لاړ شي.

په ورته مهال بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې په زرګر تپه کې د غير قانوني کيندنو په تړاو راپورونه ور رسېدلي دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې په زرګر تپه کې د غير قانوني کيندنو په اړه څه وخت وړاندې راپور ور رسېدلی وو.

فرهاد زياته کړه چې د راپور له رسېدو سره سم د بل ولايت مقام رهبري د بلخ ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ او د تاريخي ابداتو ساتنې امنيتي قطعې ته دنده وسپارله چې د خپلسرو کيندنو مخه ونیسي.

هغه وويل چې د تاريخي ابداتو د ساتنې ځانګړې قطعه مستقيماً مسووليت لري څو په ياده سيمه کې د ناقانونه کيندنو مخه ونيسي.

نوموړی زياتوي چې بيا به هم په جدي ډول دغه موضوع تعقيب کړي او په زرګر تپه سيمه کې به د هر ډول ناقانونه کيندنو مخه ونيسي.

ياده دې وي چې په بلخ ولايت کې د نا امنيو په زياتېدو سره د تاريخي ابداتو د له منځه تلو او تاريخي سيمو کې د غير قانوني کيندنو په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.