د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جوزجان لاریون کوونکو د شبرغان- مزار شریف لاره د موټرو پر مخ بنده کړه

د جوزجان لاریون کوونکو د شبرغان- مزار شریف لاره د موټرو پر مخ بنده کړه

Feb 12, 2020 - 16:46

شبرغان (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د شمال د هایدوکاربن ریاست کاریګرو او مامورینو د خپل لاریون په پنځمه ورځ د هغوى د تنقيصاتو په غبرګون کې د جورجان د مستوفیت او د شبرغان- مزار لار د موټرو پر مخ بنده کړه.

دوی اخطار ورکړ، که چارواکي د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي، نو د ولایت ساختمان مخې ته به ځانونو اور ورته کړي.

د پژواک د راپور له مخې، د شمال د هایدروکاربن ریاست کاریګرو او مامورینو د سلواغې په ۱۹ د حکومت له لوري د هغوى د تنقيصاتو په غبرګون کې د جوزجان د ولایت مقام دروازه تړلې او په مخ کې يې د تحصن خېمه وهلې وه.

د دغې ادارې کاروکوونکي چیني خال پژواک ته وويل: ((که حکومت د کاریګرو او مامورینو د کمېدو پرېکړه کې بدلون رانه ولي، نو تاوتريخوالي کوي او د ولایت ساختمان مخې ته به ځانونه وسوځي او یا به ځانونه والوځوي.))

هغه په احساساتي بڼه زیاته کړه: ((تنخوا چې مې اخیسته، په ستونزو سره مې ژوند کاوه، خو اوس یې هغه هم رانه واخیسته.))

هغه له چارواکو وغوښتل چې تشکیلات یې منظور او د کورنيو پر حال یې رحم وکړي.

د لاریونوالو بلې غړې رڼا وويل: ((۵۰۰ کارکوونکي کم شوي چې دغو خلکو په پنځه او شپږ زرو تنخوا باندې خپل ژوند پر مخ ووړ.))

دې مېرمنې زیاته کړه، دغه ايستل شوي کارکوونکي پنځه شپږ ماشومان لري، د کور کرايه ورکوي او په همدې کمې تنخوا خپل ژوند پر مخ وړي، خو اوس یې برخلیک معلوم نه دی.

دې په غوسې سره وويل: ((که چارواکي زموږ غوښتنو ته پام ونه کړي، نو لاریون ته دوام ورکوو او د فاریاب او سرپل لارې به هم د ترافیکو پر مخ بندې کړو، د کود د ګازو فابریکه او د مزار شریف د برق لین به هم قطع کړو.))

په ورته وخت کې د دغې ادارې ځينو کارکوونکي د شبرغان- مزار لارې کې راټول شوي او په سرک کې یې ټایرونو ته اور ورته کړی دی.

یو له کارکوونکو محمد نبي پژواک ته وويل: ((د ولایت او مستوفیت دروازې له تړلو وروسته مو د شبرغان- مزار لاره سلطانکوټ ته نږدې وتړله.))

هغه زياته کړه چې مسوولینو د کارکوونکو او مامورینو په کمولو سره ټول بې برخلیکه کړل.

هغه زیاته کړه: ((دلته د سلطانکوټ په تحویلخانو کې د تفحصاتي زرګونه قلمونه دي، که کارکوونکي هغه پرېږدي، نو تري تم به شي، خو موږ تر اوس مهاله دا ټولې تحویلخانې او تجهیزات پرته له تنخوا ساتلې دي.))

هغه زياته کړه: ((که چارواکي زموږ غوښتنو ته پام و نه کړي، وروسته تر هغې زموږ د هرې کړنې مسووليت د لوړپوړو او حکومت پر غاړه دی.))

د حوزجان محلي مسوولين تر ډېرو اړیکو وروسته هم د پژواک خبريال پوښتنو ځوابولو ته چمتو نه شول.

خو د جورجان د ولایت سرپرست عبدالقادر مالیه د لاریون په لومړۍ ورځ پژواک ته ويلي و: ((له لړم میاشتې تر اوس مهال  د شمال هایدروکاربن ۵۱۲ کارکوونکي او مامورين له دندې تنقيص شوي دي.))

هغه زياته کړه: ((موږ پوهېدو چې دا اقدام به ستونزې راولاړې کړي، ځکه د شمال هایدرو کاربن د جوزجان ولایت په بېلابېلو برخو کې زېرمې او تجهیزات لري چې د کارکوونکو پر کمولو به دغه زېرمې له ستونزو سره مخامخ شي.))

هغه د کارکوونکو او مامورینو لاریون د هغوی مشروع حق وباله، خو ويې ویل چې د ولایت دروازه تړل به د شبرغان اوسېدونکو او د ولایت کارکوونکو ته ستونزې جوړې کړي.

مالیه ويلي و، هڅه کوي دغې ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement