ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون: د رایو ځانګړی تفتیش سبا پیلېږي

د ټاکنو کمېسیون: د رایو ځانګړی تفتیش سبا پیلېږي

author avatar
12 Feb 2020 - 17:34
د ټاکنو کمېسیون: د رایو ځانګړی تفتیش سبا پیلېږي
author avatar
12 Feb 2020 - 17:34

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تجزیې، تحلیل او شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د تطبیق په اړه د ټاکنیزو کمېسیونونو د رهبرۍ د ګډې ناستې د پای ته رسېدو خبر ورکړی او وایي چې د رایو ځانګړی تفتیش سبا په رسمي ډول پیلېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ چې نن یې د ټاکنیزو کمېسیون په انګړ کې د کمېسیونونو د رهبرۍ او تخنیکي ټيمونو په ګډه ناسته کې خبرې کولې، د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړو د تطبیق د څرنګوالي په اړه یې د کمېسیون د ناستې او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

همداراز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو او نمونې اخیستلو طریقې ته په اشاره وویل: «ټولې خبرې پر دې روانې دي چې کاري سیستم داسې برابر شي چې له مخې یې عدالت پلی شي.»

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نن ورځې د ناستې په پای کې د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین د دغه کمېسیونونو تخنیکي ټيمونو ته سپارښتنه شوې څو د پرېکړو د تطبیق بهیر پیل کړي او د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې تمه ده سبا د رایو د ځانګړي تفتیش بهیر په رسمي ډول پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ ویلي وو چې دغه کمېسیون د ځانګړي تفتیش لپاره پوره تیاری لري؛ خو د شکایتونو کمېسیون د ناظرینو د نه شتون له امله دغه بهیر وځنډېد.

خو د ټاکنو شکایتونو کمېسیون تېره ورځ ویلي وو چې د ځانګړي تفتیش په اړه د ټاکنو کمېسیون پرګرامونه له دوی سره نه دي شریک شوي.

بلخوا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټانو د بنسټ (فیفا) اجرایه رییس یوسف رشید د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ پر نه همغږۍ او ستونزو نیوکه وکړه او وویل چې د ملي پروسې په اړه ناغېړي اوج ته رسېدلې ده او داسې لاسونه موجود دي چې په عملي ډول بهیر د ستونزې پر لور بیایي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روانې سلواغې میاشتې په ۱۶مه د هغو رایو د لغوې یا تایید په اړه چې شکایتونه ثبت شوي وو، له ټاکنو کمېسیون څخه و غوښتل چې له ۱۴۰۰ څخه ډېر محلونه ځانکړي تفتیش او ۲۹۸ نو محلونه بیا وشمېري.

د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې. د لومړیو پایلو له مخې محمد اشرف غني له ۵۰ سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې ترلاسه کړې.

خو ورستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.