فراه (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): په فراه ولایت کې مخابراتي شبکو له څلورو مياشتو مقطعي فعاليتو او د فعالیت له لس ورځني قطع کېدو وروسته پرېکړه کړې چې سر له نن ورځې، د سهار له اتو بیا د مازدیګر تر څلورو دې فعالیت ولري.
شخصي مخابراتي شبکې شاوخوا څلور مياشتې پخوا خپل ۲۴ ساعته فعاليتونه درې ساعتونو ته راټيټ کړی و، خو له تېرو لسو ورځو راهيسې یې خپل فعاليتونو بېخي قطع کړي وو.
د فراه والي محمد شعیب ثابت پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د یادو شبکو فعاليت قطع کړی و، خو سر له نن ورځې څخه به يادې شبکې د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو فعالیت کوي.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفینو يادې کړنې پر دولتي چارو اغېز نه دی کړی خو خلک يې له ستونزو سره مخ کړي وو.
په فراه کې پرته له شخصي افغان بېسیم، روشن، اېم ټي اېن او اتصالاتو شبکو دولتي سلام شبکې هم فعالیت درلود او خپل خدمتونه یې نه وو قطع کړي خو د راپورونو له مخې، یادو شبکو اړتیا نه پوره کوله.
د فراه د مخابراتو رياست سرپرست غوث الدین وويل چې له طالبانو سره د قومي مشرانو د خبرو له لارې ياده ستونزه حل شوه.
د فراه يوه اوسېدونکي امین جان پژواک ته وويل چې د فراه اوسېدونکي د شبکو پر اته ساعته فعالیت خوشحاله دي او هیله لري چې طالبان ۲۴ ساعته فعالیت ته اجازه ورکړي او د شبکو د لین له قطع سره خلک له ستونزو سره نه مخ کوي.
طالبانو تر اوس مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن