ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د تروریستي بریدونو په تړاو تر ۵۰ ډېر کسان نیول شوي

هرات کې د تروریستي بریدونو په تړاو تر ۵۰ ډېر کسان نیول شوي

author avatar
12 Feb 2020 - 15:35
هرات کې د تروریستي بریدونو په تړاو تر ۵۰ ډېر کسان نیول شوي
author avatar
12 Feb 2020 - 15:35

 

هرات (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د هرات د ملي امنيت ریاست تر ۵۰ ډېرو کسانو د تروريستي بريدونو په تړاو د نیولو خبر ورکوي.

د هرات والي عبدالقيوم نن  د ملي امنيت په ریاست کې د يوې خبرې غوندې پر مهال وويل چې د ملي امنيت ادارې له خوا  په تېرو دوو مياشتو کې ډېری وسله وال مخالفین نيول شوي دي.

د والي په وينا، په دې نږدو ورځو کې يې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه د زنده جان ولسوالۍ کې کشف او ثبت کړې ده.

نوموړي وويل چې په ياده زېرمه کې ۱۸ کلاشینکوفونه، در چهل تکه، يو راکټ، دوه ماشيندار، پنځه تومانچې او ځيني مهمات لکه پنځه شاجورونه، ۳۷ لاسي بمونه، دوه موټر، يو موټرسايکل او په زرهاوو مرمۍ لاس ته ورغلې دي.

د هرات والي زياته کړه چې طالبانو غوښتل ياد مهمات په زنده جان او کهسان ولسوالۍ کې د بريدونو پر مهال وکاروي.

په داسې حال کې چې د هرات اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو هڅه ستایي خو وايي چې له ډېرو هڅو سره هم امنيتي تهدیدونه په ښار او ولسوالي کې نه دي کم شوي.

د هرات ۴۴ کلن اوسيدونکي غلام حسن پژواک ته وويل چې: ((ملي امنیت هڅه کوي خو امنيتي وضعیت به ښار کې هم خراب شوی دوه ورځې مخکې نامعلومو وسله والو په امنيتي حوزې فیرونه وکړل او یو پولیس وواژه نو باید ډېرې هڅه وکړي،))

همدا زار د هرات يوه بل اوسېدونکي فريد احمد پژواک ته وويل: ((د ملي امنیت ریاست باید ډېره هڅه وکړي؛ ځکه اوس هم په ښار کې غلا شته او خلک شپې تر اوه بجو وروسته په ښار او کوڅو کې ګرځېدلی نه شي.))

بل لور ته د هرات سياسي شنونکي پر دې باور دي چې حکومت د جرایمو کمولو په موخه پر استخباراتي او کشفي ارګانونو پانګونه وکړي څو د جرايمو کچه ټيټه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.