لښکرګاه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٨): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي دي.
په مرکز لښکرګاه کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ناوې ولسوالۍ په هزار اسپ سيمه کې د پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي او رينجر موټر يې له منځه تللى دى.
ده زياته کړه: ((دغو پوليسو غوښتل چې د ناوې ولسوالۍ بازار ته ولاړ شي چې چاودنه پرې وشوه او ټول وژل شوي دي.))
دغه راز د هلمند د والي وياند پېښه مني خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه وايي.
ځواک دا هم وويل چې په تېره يوه اوونۍ د عملياتو او هوايي بريدونو پر مهال په دغه ولايت کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
بل لور ته طالبانو د دې چاودنې مسووليت منلى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو پرون ماښام د هلمند د ناوې ولسوالۍ د هزار اسپ د سپينې غونډې په سيمه کې د پوليسو پر رنجر موټر چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د قوماندان عبدالولي په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن