د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جګړه کې کونډه شوې لعل بي بي د سولې او خپل کلي ته د بېرته تلو په ارمان ده

په جګړه کې کونډه شوې لعل بي بي د سولې او خپل کلي ته د بېرته تلو په ارمان ده

Feb 12, 2020 - 14:57

ښرنه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٨): لعل بي بي چې خاوند يې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې وژل شوی، د خپلو په نس وږو بچيو د ليدلو زغم نه لري، ډېرې شپې په ويښه او ژړا تېروي.

لعل بي بي د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، دا مهال د پکتيکا په مرکز ښرنه کې له خپلو اووه ماشومانو سره په يوه خټين کور کې ژوند کوي.

لعل بي بي درې زامن او څلور لوڼې لري، مشر اولاد يې د ١١ کلونو دى، خو د کور سرپرست نه لري، يواځې د خيرات غوښتلو له لارې هڅه کوي چې د خپلو بچيانو د خوراک او څښاک لپاره يو څه برابره کړي.

نوموړې چې د پژواک له خبريال سره د مخامخ خبرو کولو جرئت نه درلود او نه يې غوښتل چې د مخ انځور يې خپور شي، په تور پړوڼي کې ځان او مخ پېچلى و او مرکه يې پيل کړه.

لعل بي بي چې د مرکې له پيله تر پايه يې ژړل پژواک ته وويل چې درې مياشتې وړاندې په ګيرو ولسوالۍ کې د دوى په کلي کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.

هغې وويل چې د دې جګړې له امله يې پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده، کور ويجاړ او خاوند يې ژوند له لاسه ورکړ.

لعل بي بي د يوې شېبې لپاره ښه په زوره زوره وژړل، شاوخوا ماشومانو په ځانګړي ډول لوڼو يې هم چې مخونه يې په ټکریو کې پټ کړي وو، له مور سره يې يوځاى په چیغو چیغو وژړل.

وروسته بيا هغې وويل: ((ټوله ورځ په ښار کې سوال کوم، له هوټلونو وچه ډوډۍ ټولوم، خو ډېرې شپې داسې راځي چې ماشومان مې په دې ساړه ژمي کې وږي ويده کېږي او زه ورته تر سهاره ناسته يم او ژاړم.))

د هغې يواځنۍ هيله هېواد ته د سولې راتګ دى، او وايي: ((خداى پاک دې سوله راولي چې خپل کلي او د خاوند قبر ته لاړه شمه.))

د لعل بي بي ترڅنګ په ولاړو اوو ماشومانو کې درې يې لوڅې پښې ولاړ وو او د ژمي په دې سړه هوا کې يي ډېر نري کالي پر ځان وو.

لعل بي بي وويل چې له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ ده، حکومت يې بايد لاسنيوى وکړي.

بل لور ته په پکتيکا کې د تعاون خيريه ټولنې استازي ثمرګل پژواک ته وويل چې ياده کورنۍ په حقيقت کې له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ ده او مرستو ته اړتيا لري.

ده وويل: ((موږ د خپلې ټولنې له لوري له دې کورنۍ سره تر خپلې وسې مرسته وکړه او له نورو هم غواړو چې مرستې ورسره وکړي.))

همدارنګه د پکتيکا له پېښو سره د مبازرې ادارې رييس علي اقا پژواک ته وويل چې له يادې کورنۍ سره يې تر اوسه يو ځل مرسته کړې او پام کې لري چې نورې مرستې هم ورسره وکړي.

خو دى وايي: ((د جګړو له امله ډېرې کورنۍ بېځايه شوي دي او دوى په وار وار له ټولو سره مرستې کوي.))

د يادونې ده، د پکتيکا ترڅنګ د هېواد په ټولو ولايتونو کې د پرله پسې روانې جګړې له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې او دا مهال د ژوند سختې شپې ورځې تېروي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement