چاریکار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۸): د سالنګ لویه چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د توپان او ډېرې واورې له امله د موټرو پر مخ وتړل شوه.
دا لويه لار پرون يوازې د ټېلر موټرو پر مخ بنده شوې وه.
د سالنګ د پاملرنې او ساتنې ریاست اجرائيه مدیر سمیع الله ولي زاده د یادو خبرو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره نیمه شپه په سوېلي سالنګ د واورې د ډېر ورښت او په شمالي سالنګ کې د توپان او ډېرې واورې له امله د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېيو ورځو په سالنګ او د هېواد په ځینو ولایتونو کې واوره ورېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن