ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ولسي شاعر ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵مه کاليزه ونمانځل شوه

ننګرهار کې د ولسي شاعر ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵مه کاليزه ونمانځل شوه

author avatar
13 Feb 2020 - 14:32
ننګرهار کې د ولسي شاعر ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵مه کاليزه ونمانځل شوه
author avatar
13 Feb 2020 - 14:32

جلال اباد (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د هېواد د نوميالي حماسي شاعر محمد امين ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵مه کاليزه د علمي- څېړنيز سيمينار په ترڅ کې ونمانځل شوه.

 دغه سيمينار ته د هېواد له ګڼ شمېر ولايتونو څخه ليکوال او فرهنګيان او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال راغلي وو چې د ملنګ جان پر ژوند، فن، شاعرۍ او هېوادپالنې يې خپلې علمي مقالې ولوستلې.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال محمد رسول باوري وويل، دوی د هېواد د وياړونو په اړه په دې موخه سيمينارونه وړاندې کوي، ترڅو د هغوی ياد تازه وساتل شي او د هغوی فکر وپالل شي.

ده زياته کړه، د ارواښاد ملنګ جان د مزار جوړولو په منظور يې سروې ترسره کړې او ډېر ژر به يې مزار په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

هغه ملنګ جان د خوږو نغمو شاعر، د هېواد د يووالي پالونکی او د ملت شاعر ياد کړ چې ياد او فکر به يې تل ژوندی وي.

د سيمينار ګډونوالو ته د ولسمشر پيغام د هغه د فرهنګي او ټولنيزو چارو سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون ولوست چې په کې ارواښاد ملنګ جان د هېواد جوړونې او د لر او بر افغانانو د يووالي شاعر بلل شوی و.

د ننګرهار والي شاه محمد مياخېل وويل، په تېر يو کال کې د هېواد په کچه په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې سيمينارونه او لکچرونه وړاندې شوي او د خوښۍ ځای دی، چې نن د هېوادپال شاعر د زوکړې په مناسبت علمي سيمينار جوړ شوی دى.

د ده په وينا، ننګرهار له کلونو وروسته يو ځل بيا مخکيني برم ته ګرځېدلی او اوس د دې ولايت په مملې بڼ او هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم شاعران راټوليږي او د امنيت په فضا کې مشاعرې او نورې ادبي غونډې کوي.

د سيمينار دويمه برخه د ارواښاد ملنګ جان پر ژوند او شاعرۍ علمي مقالو ته ځانګړې شوې وه، چې پوهاند لعل پاچا ازمون، پوهنمل ببرک مياخېل، څارنوالې فيروزې مجيدي، طالب جان کوټوال او ګڼ شمېر نورو فرهنګيانو خپلې ليکلې مقالې او شعرونه ولوستل.

ولسي شاعر ملنګ جان چې اصلي نوم يې محمد امين و، په١٢٩٣لمريز کال د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په چميار کلي کې وزېږېد، پلار يې ملک عبدالشکور نومېده چې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شو، په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ او مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره د کامې داربنګ ته کډه وکړه او هملته يې د شعر ژبه ويانده شوه او د ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ.

په شل کلنۍ کې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ورځپاڼه کې خپره شوه، دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړو خولو ته رسېدلې وې او پوره د نوم خاوند شوی و .

 دغه خوږ ژبی شاعر د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه د کابل – جلال اباد لويې لارې د لته بند په کږلېچونو کې د ترافيکي پېښې له امله له خپل يواځيني درې کلن زوی دواجان سره شهيد شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.