ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د نجونو لپاره لس ښوونځي جوړيږي

پکتيکا کې د نجونو لپاره لس ښوونځي جوړيږي

author avatar
13 Feb 2020 - 15:37
پکتيکا کې د نجونو لپاره لس ښوونځي جوړيږي
author avatar
13 Feb 2020 - 15:37

ښرنه (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٨): په ولسي جرګه کې د پکتيکا يوه استازي په خپل شخصي لګښت د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د نجونو لپاره د لسو ښوونځيو د جوړلو چارې پيل کړې.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي محمد ميرزا کټوازي د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په مټاخان، يوسف خېلو، يحيى خيلو، اورګون او سروبي ولسواليو کې د نجونو لپاره لس ښوونځي په خپل شخصي لګښت جوړوي.

هغه زياته کړه: ((د دې ټولو ښوونځيو په اړه مو له خلکو سره مشوره کړي، لګښت يې راته معلوم نه دى، خو په اساسي ډول يې جوړوو.))

په دې اړه د يوسف خېلو ولسواليو اوسېدونکي نور الله پژواک ته وويل چې دا کار يو نېک اقدام دى او دوى يې ستاينه کوي.

ده وويل: ((ډېر خوشحاله يو چې زموږ د نجونو لپاره ښوونځى جوړيږي، هسې هم د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.))

دغه راز د سروبې ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم خروټي پژواک ته وويل چې د يادو ښوونځيو په جوړېدو سره به په دغه ولايت کې د لوستو نجونو شمېره لوړه شي.

هغه زياته کړه: ((دا يو پرمختګ دى او له زړه ورته خوشحاله يو.))

همدارنګه د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نيسم واجد وويل، دوى د پوهنې په برخه کې د کټوازي له همکارى څخه مننه کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې شاوخوا شل زره نجونې په زده کړو بوختي دي، خو د يادو ښوونځيو په جوړېدو سره به يې شمېره ډېره لوړه شي.

پکتيکا له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري، ډېرې سيمې يې ناامنه دي چې له امله يې نجونې نه شي کولاى خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.