ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د بلخ د عامې روغتيا دوه پخواني رئيسان او ٢ نور کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي

author avatar
13 Feb 2020 - 14:17
author avatar
13 Feb 2020 - 14:17

کابل، مزار شريف (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٨): د عامې روغتيا وزارت د بلخ ولايت له عامې روغتيا رياست څخه غوښتي دي چې د دوو پخوانيو رييسانو په ګډون څلور کسان د پلټنو لپاره لويې څارنوالۍ ته وسپاري.

پژواک اژانس د عامې روغتيا وزارت د هغه مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې د روان لمريز کال د مرغومي په ٢١مه نېټه د بلخ د عامې روغتيا رياست ته استول شوى دى.

په دې کسانو کې د عامې روغتيا پخواني رييسان ډاکتر ميرويس ربيع، ډاکټر نصير احمد درانى، اداري مدير عبيدالرحمن او د روغتون سرطبيب خواجه نور محمد فيض شامل دي.

په دې مکتوب کې راغلي  چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي مرکز او د فساد د درنو جرمونو پر ضد د ځانګړې څارنوالۍ د  ګډې کمېټې د مکتوب له مخې د بلخ د عامې روغتيا رياست د طبي وسايلو او تدارکاتي اجناسو په قرارداد کې له يادو کسانو څخه بايد پلټنې او ګروېږنې وشي.

د عامې روغتيا وزارت د بلخ له عامې روغتيا رياست څخه غوښتي چې ژر تر ژره ياد کسان جلب او د فساد د درنو جرمونو پر ضد  ځانګړې څارنوالۍ ته يې معرفي کړي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر خلیل حکمتي پژواک ته وویل چې د بلخ په ملکي روغتون کې د فساد په اړه تر اوسه دوی ته کوم مکتوب نه دی رسېدلی. اوسمهال دغه مکتوب نه تاییدولی او نه یې هم ردولی شي.

د ده په وينا، دغه ډول مکتوب که راځي، نو لومړی ولایت مقام ته راځي او بیا دوی ته راجع کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.