کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٨): امريکا د پاکستان د يوې وسله وال ډلې د مشر حافظ سعيد پر بند د محکومېدو د پرېکړې هرکلى کړى دى.
د پاکستان د پنجاب ايالات د لاهور ښار د ترهګرۍ ضد يوې ځانګړې محکمې پرون د جماعت الدعوة (پخوانى لشکر طيبه) مشر حافظ سعيد پر ١١ کلونو بند او نغدي جريمې محکوم کړى دى.
هغه د ترهګريزو فعاليتونو او د ترهګرو د مالي ملاتړ په دوو قضيو کې مجرم پېژندل شوى دى.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د يادې ځانګړې محکمې قاضي ارشد حسين بهټه ياده پرېکړه واوروله او د حافظ سعيد بل ملګرى ظفر اقبال يې هم پر ١١ کلونو بند محکوم کړ.
د يادونې ده، د پاکستان حکومت لومړى د هغه پر لشکر طيبه ډلې بنديز ولګاوه، خو له هغه وروسته د جماعت الدعوة په نوم بل ګوند جوړ کړ چې د حکومت له خوا پر دغه ګوند هم بنديز ولګول شو.
حافظ سعيد د امريکا له خوا نړيوال ترهګر اعلان شوى او د هندوستان پر بمبيي ښار د ډله ييز بريد په تور هندوستان ته هم مطلوب دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت حافظ سعيد پر بند د محکوم کولو د پرېکړې هرکلى کړی او دا يې يو ښه پرمختګ بلللى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن