د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نظرپوښتنه: پر نشه یي توکو ډېری روږدي افغانان هم د سولې ارمانجن دي

نظرپوښتنه: پر نشه یي توکو ډېری روږدي افغانان هم د سولې ارمانجن دي

Feb 13, 2020 - 12:00

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۸): د پژواک سروې ښیي چې پر نشه یي توکیو د روږدو افغانانو ۷۰ سلنه له جګړو راټوکېدلې ستونزې پر نشو د روږدي کېدو لامل ګڼي او نږدې ټول یې له ناخوالو د ژغورلو لپاره سوله غواړي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې چې د نړۍ تر ټولو ستر د نشه یي توکو تولیدوونکی هېوا دی، د نشه یانو د شمېر په اړه نوې سروې نه ده ترسره شوې، خو د ۲۰۱۵ میلادي کال سروې ښيي چې په هېواد کې درې عشاریه شپږ میلیونه کسان چې د ټول نفوس ۱۱ سلنه جوړوي، پر بېلابېلو نشه یي توکو روږدي دي.

پژواک خبري اژانس د تېرې مرغومي میاشتې له ۱۸مې تر ۳۰مې په کابل، فراه، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ کې له ۱۳۰ روږدو کسانو سره، په افغانستان کې د سولې په تړاو مخامخ مرکې کړې، څو د سولې په اړه د ټولنې د دې برخې نظر هم څرګند شي.

دغه کسان چې ټول نارینه دي، د مرکو لپاره په تصادفي ډول غوره شوي دي. له دغو کسانو ۵۸ سلنه نالوستي دي، خو ۲۱ سلنه له دوولسم ټولګي په ټيټه کچه، ۱۸ سلنه د دوولسم ټولګي په کچه او دوه، دوه سلنه د څوارلسم ټولګي او لیسانس په کچه زده کړې لري.

د سروې ګډونوال چې له ۱۸ تر ۶۰ کلونو عمرونه لري او د ۲۴ ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي، دا مهال په یادو شپږو ولایتونو کې ژوند کوي. د دغو کسانو ډېر یې له خپلو کورنیو لرې په پارکونو او د ښار په نورو سیمو کې ژوند کوي.

له دغو کسانو ۱۶ د ننګرهار، ۱۵، ۱۵ د بلخ او کندهار، ۱۴ د فراه، ۱۱ د کابل، نهه د هرات او پاتې نور د ۱۸ نورو ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي او له دې ډلې له ۳۰ کسانو سره په کابل کې او له شلو، شلو کسانو سره په پنځو نورو ولایتونو کې مرکې شوې دي.

پژواک له دغو کسانو پوښتلي چې ایا غواړي جګړه بنده شي او سوله وشي؟ سوله د ټولو افغانانو په تېره پر نشه د روږدو کسانو لپاره څومره مهمه ده؟ کومې ستونزې اړ کړي چې نشو ته مخه کړي او له حکومت څخه څه غواړي؟

سوله غواړو!

موږ د روږدو کسانو حالت ته په پام چې ډلې، ډلې له څيرې، څيرې او خيرنو جامو سره د کابل او هېواد د نورو ښارونو په پارکونو، سړکونو او نورو ځایونو کې له ټولنیزو اړیکو پرته په انزوا کې ژوند کوي، داسې انګېرله چې د ټولنې دغه وګړي به یوازې په دې اړه فکر کوي چې د خُمار ماتولو لپاره نشه یي توکي ترلاسه کړي او د نشو په بدمرغه نړۍ کې ورک وي؛ خو داسې نه وه، هغوی د خپلو دردونو کيسې کوي، جګړه د خپلو دردونو لامل بولي او نږدې ټول د سولې ارمانجن دي.

د بغلان ولایت اصلي اوسېدونکی ۲۶ کلن جمشید چې اوس مهال د کابل ښار پل باغ عمومي سیمه کې له نورو نشه یانو سره له پلاستیک او جنډو جوړ شوو څپرو کې ژوند کوي، وايي سوله غواړي.

هغه وایي: «له سلو رګونو مې یو رګ هم خوښ نه دی چې دلته په یخ کې و اوسم، که چېرې کار وای او سوله وای، نو ولې به دلته یخ کې اوسېدم.»

د کابل ښار اوسېدونکی ۳۲ کلن شېراغا هم په یادو څپریو کې اوسي، هغه چې د نورو نشه یانو په څېر یې زړې جامې پر ځان وې او په خپلو ببرو ويښتانو کې يې ګوتې وهلې، وویل چې دی هم د سولې ارمانجن دی.

شېراغا وايي: «زه د ځان لپاره کار هم نه غواړم، خو سوله ځکه غواړم چې هېواد ارام شي، که جنګ دوام وکړي نو د هېواد سلګونه نور ځوانان به مو هم پر نشه یې توکو روږدې شي او ژوندونه به یې تباه شي.»

د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی ۲۴ کلن رفېع الله هم یو له هغو کسانو دی چې په کابل کې له نورو روږدو کسانو سره په سړه هوا کې کوڅه په کوڅه ګرځي.

له هغه مو وپوښتل چې سوله غواړي او که نه؟ په ژړغونې غږ ویې ویل: «سوله؟ سوله نو څوک نه غواړي، داسې څوک به هم وي چې سوله ونه غواړي.»

خو دا په داسې حال کې ده چې د فراه یو اوسېدونکی او روږدی پیرمحمد بیا وایي، سوله نه غواړي، سوله ورته ارزښت نه لري، له حکومته غواړي چې درملنه یې وکړي.

هغه وایي: «چې زه روغ شم او له خپلو بچو سره و اوسېږم، همدا زما لپاره سوله ده.»

د سولې اهمیت:

د سروې د ګډونوالو ۹۴ سلنه وایي، سوله ډېره مهمه ده، دوه سلنه وایي، لږ مهمه ده، خو څلور سلنه نور بیا وایي نه ده مهمه.

د فراه اوسېدونکی غلام صدیق له کلونو راهیسې روږدی دی، خو لا یې هم فکري تمرکز پر ځای دی او د سولې پر اهمیت پوهېږي.

هغه وایي، سوله نه یواځې د ده لپاره، بلکې د ټولو افغانانو لپاره ډېره مهمه ده؛ ځکه چې که جګړه پای ته ورسېږي او جګړې ځپلي هېواد ته یې سوله راشي، نو هر څه به سم شي.

دی وایي: «که سوله راشي، هر څه خپله سمېږي، نه به څوک له اقتصادي مشکل سره مخ کېږي، نه به څوک پر نشه یي توکو روږدي کېږي او ...»

د کاپیسا ولایت اصلي اوسېدونکی او روږدی حمیدالله چې دا مهال له خپلې کورنۍ لرې په کابل کې پر سړکونو ژوند کوي، هم سوله ډېره مهمه بولي او وایي: «په سوله کې به د کار او بار خاوند شم، خو د بېکارۍ له امله کله نا کله مجبور شم چې غلا وکړم او خلک په چاقو ووهم، دا ټول د مجبورۍ او بېکارۍ نه کوم چې خپلو پوډرو لپاره پیسې پیدا کړم.»

خو د فراه یو بل روږدی ۲۷ کلن میراحمد خان وایي، سوله د روږدو لپاره ډېره مهمه نه ده، مهمه دا ده چې خلک هغوی ته د انسان په سترګه وګوري.

خو عبدالمجید چې په هرات کې له روږدو سره په بازار کې ژوند کوي، وایي چې د روږدو لپاره سوله مهمه نه ده.

هغه وایي چې حکومت باید د روږدو لپاره کار پیدا کړي؛ ځکه چې نشه یې توکو ته یې د بېکارۍ له امله مخه کړې ده.

نشو ته مخه کول د جګړو له امله دي:

د سروې د ګډونوالو له هرو لسو کسانو اووه یې وایي، له جګړو راټوکېدلو ناخوالو، لکه بېکاري او اقتصادي ستونزو، کډوالۍ او معیوبیت اړ کړي چې نشو ته مخه کړي، خو درې نور بیا وایي چې د «ناسمو ملګرو» له لاسه پر نشه یي توکو روږدي شوي دي.

د بامیانو ولایت اصلي اوسېدونکی او پر نشه یې توکو روږدی فریدون چې اوس مهال د کابل ښار په مراد خاني سيمه کې بوجۍ پر شا ټوله ورځ د کاغذونو ټولو لپاره هټۍ په هټۍ ګرځي، وایي، ۱۸ کاله په ایران کې و، روږدې نه شو، خو د بېکارۍ له امله په خپل هېواد کې روږدی شو.

هغه د افغانستان جګړه ییز وضعیت او له امله یې رامنځته شوې ستونزې پر نشو د روږدېدو لامل بولي او زیاتوي: «افغانستان صاحب نه لري، که صاحب یې لرلای، نو هېڅکله به هم دومره خلک بې روزګاره نه وو.»

خو یو بل روږدی، څلوېښت کلن شعیب چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی، وایي، د جګړو له امله یې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه وکړه او هلته یې ډېر کلونه تېر کړل.

هغه زیاتوي چې په ایران کې د کډوالۍ د ژوند ناخوالو اړ کړ چې د نشو نړۍ ته پناه یوسي.

شعیب خپلو نشو ته په اشارې زیاتوي: «دا د ځان غم مې له مجبورۍ له ایرانه ځان سره راووړ.»

د کندهار اوسېدونکی ۲۵ کلن نورالله یو له هغو روږدو کسانو دی چې په چاودنه کې یې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې ده.

هغه د ژوند له سختیو ترخې کیسې لري او وایي: «معیوب شوم، کار نه راته پیدا کېده، غمونه او مشکلات مې ډېر شول، اخر مې نشې ته مخه کړه، حکومت دې د سولې لپاره کار وکړي چې د خلکو ژوند ښه شي او نشه یان نه شي.»

خو ځیني داسې کسان هم شته چې ناسمو ملګرو یې نشو ته هڅولي دي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی ۳۱ کلن ننګیالی یو له دغو کسانو څخه دی. هغه هم د کابل په مرادخانیو سیمه کې له نورو نشه یانو سره ګرځېده، خو د نورو ملګرو په پرتله پاک او روغ ښکارېده. ده له ناسمو ملګرو سر ټکاوه او ویل یې چې په پکتیا کې د ټولي قوماندان و، ۱۸زره افغانۍ تنخوا یې لرله، خو یوه ملګري يې چې هغه هم نشه کوله، وهڅاوه چې چرس ووهي او له همدې امله له دندې هم ګوښه کړل شو.

ننګیالی وایي: «اوس هر ډول نشه کوم او د کابل په سیند کې د نا اهلو ملګرو له لاسه له هر څه بې خبره پروت یم.»

له دغه ځوان څخه مو چې کله د هغه د کورنۍ په اړه پوښتنه وکړه، مخ یې را څخه واړاوه او په ژړغوني غږ یې وویل چې واده یې کړی او دوه زامن لري، خو له نږدې دوو کلونو راهیسې له شرمه کور ته نه دی تللی.

هغه وایي، له خپلې کورنۍ احوال نه لري او کورنۍ یې هم نه پوهېږي چې دی اوس هم په دنده کې دی او که د کابل ښار د سیند پر غاړو له نشه یانو سره ژوند کوي.

سوله، کار او درملنه غواړو:

د سروې د ګډونوالو له هرو لسو تنو، ۷ یې وایي، له حکومت څخه سوله او کار غواړي، خو درې نور بیا وایي چې درملنه یې دې وشي.

د اروزګان ولایت په نشه روږدي ۴۲ کلن اوسېدونکی نظرجان وایي: «پر ما خو هسې وخت تېر دی، حکومت دې اول سوله راولي او نشه یې توکي دې بند کړي چې نور ځوانان زما په شان پر نشه یې توکو اخته نه شي.»

د ننگرهار یو بل روږدی صالح محمد له حکومت او طالبانو سوله غواړي، خو وایي، دا هم ډېره اړینه ده چې حکومت خلکو ته کار پیدا کړي، څو د بېکارۍ له امله نشو ته مخه نه کړي.

خو د سروې بل ګډونوال ۴۶ کلن انبیا چې د بغلان اصلي اوسېدونکی دی او له کلونو راهيسې بېلابېلې نشې کوي، وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې دوه روږدي ملګري د یخنۍ له امله په کابل کې د «یک پیسګي» په نوم تر پله لاندې مړه شوي دي.

هغه چې د خپلو ملګرو مړي یې ليدلې او ویرېدلی و، له حکومته یې د درملنې غوښته کوله او ویل یې: «زه داسې نه ده چې نه پوهېږم، کور او بچي مې یادېږي او پر دې هم پوهېږم چې یوه ورځ به ما هم یخ همدلته د کابل سیند کې ووژني.»

جګړه ناسمه ټولنه او ناسمه ټولنه نشه یان زېږوي:

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد شرف الدین عظیمي وایي چې د افغانستان اوږده جګړه د بېلابېلو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل شوې ده.

دی وایي، کله چې په ټولنه کې نا امني او جګړه وي، زده کړو او د ژوند نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره اسانتیاوې نه برابرېږي، ټولنه ناسالمه کېږي او په دغه راز ټولنه کې بیا ځیني وګړي د ستونزو او کړاوونو له امله نشو ته مخه کوي.

عظیمی وایي: «که چېرې سوله راشي او جګړه ودرېږي، هېڅوک به هم مجبور نه وي چې بهر ته ولاړ شي، هر څوک به خپلو کارونو ته پام کوي او نا ارامي به له ټولو خلکو کډه وکړي.»

ده وویل چې د سولې په راتګ سره به په تدریجي ډول ستونزې او ناخوالې کمې شي او ورسره به په نشه یې توکو روږدي کسان هم له نشو خلاص شي او د ټولنې د نورو وګړو په شان به خپل ژوند پیل کړي.

د ارواپوهنې پوهنځي دغه استاد وایي، روغ انسان اعتیاد ته مخه نه کوي، که چېرې په یوه ټولنه کې سوله وي او ارامتیا وي، نو کله به هم څوک اعتیاد ته مخه نه کړي؛ ځکه چې اعتیاد د سکون د پيداښت لټه ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking