د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د بلخ د عامې روغتيا دوه پخواني رئيسان او ٢ نور کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي

​د بلخ د عامې روغتيا دوه پخواني رئيسان او ٢ نور کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي

Feb 13, 2020 - 14:17

کابل، مزار شريف (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٨): د عامې روغتيا وزارت د بلخ ولايت له عامې روغتيا رياست څخه غوښتي دي چې د دوو پخوانيو رييسانو په ګډون څلور کسان د پلټنو لپاره لويې څارنوالۍ ته وسپاري.

پژواک اژانس د عامې روغتيا وزارت د هغه مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې د روان لمريز کال د مرغومي په ٢١مه نېټه د بلخ د عامې روغتيا رياست ته استول شوى دى.

په دې کسانو کې د عامې روغتيا پخواني رييسان ډاکتر ميرويس ربيع، ډاکټر نصير احمد درانى، اداري مدير عبيدالرحمن او د روغتون سرطبيب خواجه نور محمد فيض شامل دي.

په دې مکتوب کې راغلي  چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي مرکز او د فساد د درنو جرمونو پر ضد د ځانګړې څارنوالۍ د  ګډې کمېټې د مکتوب له مخې د بلخ د عامې روغتيا رياست د طبي وسايلو او تدارکاتي اجناسو په قرارداد کې له يادو کسانو څخه بايد پلټنې او ګروېږنې وشي.

د عامې روغتيا وزارت د بلخ له عامې روغتيا رياست څخه غوښتي چې ژر تر ژره ياد کسان جلب او د فساد د درنو جرمونو پر ضد  ځانګړې څارنوالۍ ته يې معرفي کړي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر خلیل حکمتي پژواک ته وویل چې د بلخ په ملکي روغتون کې د فساد په اړه تر اوسه دوی ته کوم مکتوب نه دی رسېدلی. اوسمهال دغه مکتوب نه تاییدولی او نه یې هم ردولی شي.

د ده په وينا، دغه ډول مکتوب که راځي، نو لومړی ولایت مقام ته راځي او بیا دوی ته راجع کېږي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي مسوول منیر فرهاد پژواک ته وویل چې دوی هم له دغې قضیې ناخبره دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه دوی ته په دې تړاو کوم مکتوب نه دی رسېدلی، خو  هر کله چې دوی ته دغه ډول مکتوب په رسمی ډول ورسېږي، نو په اړه به یې اقدام وکړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد درانى چې څو مياشتې مخکې د بلخ د عامې روغتيا رييس و او په ياده قضيه کې تورن شوى، هم له دې مکتوبه بې خبري وښوده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking