جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۸) : د ولسمشر ستر سلاکار ضیاالحق امرخیل وایي چې په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.په سرود ولسوالۍ کې
دا هوایي برید نن تر غرمې وروسته د ننګرهار ولایت په سره ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یو موټر شوی و.
دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاني پژواک اژانس ته بمبار او مرګ ژوبله تایید کړه، خو ویې ویل چې د برید د موخې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې څیړنې پیل شوې دي.
خود سیمې اوسیدونکي وایي چې په دې هوایي برید کې کم تر کمه اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
بلخوا د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امر خیل په فیسبوک لیکلي چې د بهرنیو ځواکونو په دې هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې : (( د ننګرهار د سره رود هوایي برید او د کندوز چاودنه کې چې ملکي وګړی شوي، دواړه خواشینوونکي او د غندنې وړ دي.))
امرخیل ویلي، افغانان چې د هر وخت په پرتلهدا مهال د تل پاتې سولې راتګ ته د انتظار شیبې شمیري بیا هم د ژووند له نعمت څخه بې برخې کیږي او د سولې په ارمان له دې دنیا ځي.
وسله والو طالبانو هم ویلي چې په دې برید کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
خو تر اوسه بهرنیوځواکونو او د ملي دفاع و زارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن