ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخیل: د ننګرهار بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي

امرخیل: د ننګرهار بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
14 Feb 2020 - 22:44
امرخیل: د ننګرهار بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
14 Feb 2020 - 22:44

جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۸) : د ولسمشر ستر سلاکار  ضیاالحق امرخیل وایي چې په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.په سرود ولسوالۍ کې

دا هوایي برید نن تر غرمې وروسته د ننګرهار ولایت په سره ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یو موټر شوی و.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاني پژواک اژانس ته بمبار او مرګ ژوبله تایید کړه، خو ویې ویل چې د برید د موخې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې څیړنې پیل شوې دي.

خود سیمې اوسیدونکي وایي چې په دې هوایي برید کې کم تر کمه اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

بلخوا د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امر خیل په فیسبوک لیکلي چې د بهرنیو ځواکونو په دې هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې : (( د ننګرهار د سره رود هوایي برید او د کندوز چاودنه کې چې ملکي وګړی شوي، دواړه خواشینوونکي او د غندنې وړ دي.))

امرخیل ویلي، افغانان چې د هر وخت په پرتلهدا مهال د تل پاتې سولې راتګ ته د انتظار شیبې شمیري بیا هم د  ژووند له نعمت څخه بې برخې کیږي او د سولې  په ارمان له دې دنیا ځي.

وسله والو طالبانو هم ویلي چې په دې برید کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي.

خو تر اوسه بهرنیوځواکونو او د ملي دفاع و زارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.