د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سالنګ لويه لاره د موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

د سالنګ لويه لاره د موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

Feb 14, 2020 - 09:27

چاريکار (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٨): د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست مسئولين وايي چې د سالنګ لويه لاره له ٢٥ ساعتونو بندښت وروسته، يو ځل بيا د موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

د د رياست اجرايي مدير سميع الله ولي زاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سختو واورو او توفانونو له امله د سالنګ لويه لاره بنده شوې وه چې تېره نيمه شپه د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.

ده زياته کړه، دغه راز د سالنګونو په دواړو خواوو کې د واورې د پاکولو چارې لا روانې دي.

هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې له پوره له احتياطه کار واخلي او د موظفينو له رهنمايي سره سم تګ راتګ وکړي.

تردې مخکې، د پروان د جبل السراج ولسوال سيف الله بيدار ويلي چې تېره ورځ مازيګر د سړې هوا له امله د دې لارې له مسافرينو يو شپږ مياشتنى ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement