چاريکار (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٨): د پروان مسوولين وايي چې په دې ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله، لږ تر لږه ١٤ تنه ژوبل شوي دي.
د دې ولايت د ترافيکو مديريت د حادثاتو آمر محمد ذاکر د پورتنۍ موضوع په تاييدولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن (د جمعې ورځ) سهار ٦:٣٠ بجې د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو سيمه کې شوې ده.
ده زياته کړه، دغه پېښه د فلاينکوچ او ٤٠٤ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې چې د فلاينکوچ ١٣ سپرلۍ او د لوى موټر يوه سپرلۍ په کې ژوبلې شوې دي.
د پروان د ملکي سل بستريز روغتون سرطبيب ډاکټر خليل حيدري وايي، له دې پېښې څخه ٧ ماشومان، ٤ مېرمنې او ٣ نارينه ور وړل شوي چې ټپونه يې جدي نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن