کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٨): د کابل پوليس وايي، د کابل ښار په مختلفو ناحيو کې يې د نشه يي توکو ٤١ پلورونکي او ٢٣ کيلوګرامه دغه ډول مواد کشف او نيولي دي.
د کابل امنيه قومندانۍ د ١٠١ اسمايي زون وياند فرامرز فردوس وايي چې دغه کسان د روانې سلواغې مياشتې په لومړيو ١٥ ورځو کې نيول شوي دي.
نوموړي د دې خبرې په روښانولو سره چې د کابل ښار په کوچنيو جرمونو کې روږدي کسان رول لري، زياته يې کړه چې په همدغه موده کې يې سل تنه معتادين راټول کړي او د درملنې لپاره فينکس کمپ ته لېږدول شوي دي.
د ده په وينا، له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس هره ورځ د مخدره موادو د پلورونکو د پېژندنې او نيولو هڅې کوي چې د همدغو کوښښونو په پايله کې د نشه يي توکو يو زيات شمېر پلورونکي نيول شوي دي او په ټول قاطعيت سره دغه مبارزه روانه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن