ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیني عالمانو د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې د اوربند لپاره درې ورځنی کمپاین پیل کړ

دیني عالمانو د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې د اوربند لپاره درې ورځنی کمپاین پیل کړ

author avatar
15 Feb 2020 - 15:14
دیني عالمانو د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې د اوربند لپاره درې ورځنی کمپاین پیل کړ
author avatar
15 Feb 2020 - 15:14

ګردېز (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې ديني عالمانو د اوربند په موخه درې ورځنی کمپاین له جوماتونو پیل کړی او کلي په کلي به یې ترسره کړي.

 هغو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چي د سولې په خبرو کې له شرايطو تېر شي او خنډ پیدا کوونکو ته دې فرصت په لاس نه ورکوي.

د اورګون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قارې شامحمود د سلواغې په ۲۶مه د اورګون بازار د ګمرک په جومات کې سلګونو کسانو ته د ماسپښين له لمانځه وروسته د سولې په اړه هر اړخيزې خبرې وکړي او په هېواد کې د امن راتلو لپاره یې دعا وکړه.

نوموړي زیاته کړه: ((په تپل شوو جګړو کې خلک ووژل شول، بې کوره شول، له هېواد تېښتې اړ شول خو هېچا يې په حال ځان ونه درداوه او نه يې هم د افغانانو ښه او ارام ژوند ته پاملرنه وکړه.))

د هغه په خبره چي دوی دغه کمپاین د اورګون ولسوالۍ د ګمرک له لوی جوماته پيل کړ او د درېيو ورځو په ترڅ کي به د دې ولسوالۍ ټولو کليو ته د دايمي سولې راوستو ته د خلکو د رابللو په موخه ولاړ شي او له خلکو به وغواړي چي د سولې راتلو غږ ورسره بدرګه کړي.

يوه بل ديني عالم مولوي فضل الرحمن وويل چي موږ د يوې داسې سولې غوښتونکي يو چي په هغې کې ټول اسلامي، ملي او انساني ارزښتونه خوندي وي.

سرچنې وويل، دوه لسيزې جګړې خلک په رواني، اقتصادي او فرهنګي برخه کي سخت وځورول خو اوس غوښتنه کوي چې نوره جګړه بس ده او سوله دې وشي.

یو بل کس مولوی سيد رسول  اغا بیا وايي، دينې عالمان مسووليت لري چي د خپلو ممبرونو له لارې د سولې غږ پورته کړي.

سرچنې وويل: ((د خدای ج قول دی چي په سوله کي خير دی، نو ځکه دې په جنګ کي ښکېل اړخونه د جنګ پر ځای د سولې لار خپله کړي.))

يوه ښوونکي روزيخان خاطر وويل چې علماوو هميشه د حق غږ اوچت کړی، خلک سوله غواړي نور دې نړيوال هم د سولې روان غږ ورسره بدرګه کړي او افغانان دې ارام ژوند ته پرېږدې.

د يادونی ده، په دغه کمپاین کې د جګړه بس ده، خلک د جګړې حوصله نه لري، شعارونه هم لېږدول کېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.