ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر کارونه او کاروبار بندیز

د خوست په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر کارونه او کاروبار بندیز

author avatar
15 Feb 2020 - 14:59
د خوست په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر کارونه او کاروبار بندیز
author avatar
15 Feb 2020 - 14:59

خوست ښار (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸): د خوست د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکو د قومي تړون له مخې په خپله سيمه کې پر هر ډول نشه يي توکو، د هغو پر پلور او استعمال کلک بنديز ولګاوه.

هغوی ويلي، هر څوک چې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په اړوند ساحه کې د نشه يي توکو پر پلور او يا استعمال وليدل شي، نو قوم به ورسره پرېکون اعلانوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو دغه تړون نن (د لېندۍ ۲۶مه) د ډولونو په وهلو او اتڼونو په کولو سره بدرګه کړ او په دې اړه جوړه شوې جرګه کې لسګونو قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو او ځوانانو ګډون کړی و.

د خان ولي په نوم يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، په خپله سيمه کې چا ته اجازه نه ورکوي چې نشه يي توکي خرڅ او يا يې استعمال کړي.

دی وايي: ((موږ دلته چرسيانو، پوډريانو، شيشې واله، شراب خورو ته د نشه يي توکو استعمال اجازه نه ورکوو، که کله يې استعمال کړل، نو موږ دا اخطار ورکوو چې بيا يې کور سوځوو او د اسماعيل خېلو مندوزيو څخه يې وباسو.))

د ولي محمد په نوم ددغې ولسوالۍ بل قومي مشر پژواک اژانس ته وويل هر چا چې د دوی له شوي تړون څخه سرغړونه وکړه، په لومړي قدم کې به ورسره قوم پرېکون کوي، خو که بيا هم اصلاح نه شو، نو کور به يې سوځول کېږي.

هغه زياتوي: ((موږ دا تړون وکړ چې په کلي او قوم کې څوک دا خرڅوي، کور يې سوځوو او هر څوک چې دا عمل کوي، مو يې خپله ولسوالۍ کې نه پرېږدو. موږ د قومي اربکيو امرانو ته وظيفه ورکړې ده، چې په هر ځای کې مو پيدا کړل، دولت ته به يې سپارئ.))

د رشيدالله همدرد په نوم د يادې ولسوالۍ يوه ځوان پژواک ته وويل، که څه هم د دوی په سيمه کې د نشه يي توکو خرڅلاو او استعمال دومره ډېر نه دی، خو د دغه تړون په مرسته به وکولی شي چې دا کچه صفر ته راټيټه کړي.

هغه د خوست د نورو ولسواليو له خلکو هم غوښتنه لري چې د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه خپلو سيمو کې ورته قومي تړونونه وکړي.

ده زياته کړه: ((په دا ډول پرېکړو کې قومي تړونونه ډېر موثر ثابتېدلی شي؛ د دولت په قوانينو کې د نشه يي موادو لپاره حدود ټاکل شوي دي، يانې په ځينو مواردو کې څارنوالۍ دوسيه نه ورته جوړوي. نو زموږ قومي تړون کې دا استثنا نشته چې يوه پوړۍ ده يا دوې او هر څوک چې د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور وګورو، له قوم څخه يې شړو.))

ورته مهال د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ ولسوال محمداکبر ځدراڼ هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډول قومي تړونونه له دوی سره د قانون په تطبيق او د جرمونو په مخنيوي کې ډېره مرسته کولی شي.

هغه وايي: ((کوم تصميم چې دغو ځوانانو او مشرانو نيولی، موږ يې ملاتړ کوو او دا زموږ د زړونو ارمان و او دا زموږ د وظايفو له اساساتو څخه دی. انشاالله زه دې ته ډېر خوشبين يم چې دا به ډېر موثر وي او ښه پايله به ولري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.