د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" د تاوتریخوالي کمول له دوشنبې پیلیږي"

" د تاوتریخوالي کمول له دوشنبې پیلیږي"

Feb 15, 2020 - 20:28

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸) : د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپثر له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی وړاندیز او تړون خطرناک بولي خو امیدوارۍ ته هم هیله مند  دی.

نوموړي څو ورځې مخکې د ناټو ددفاع وزیرانو غونډې ته ویلي وو، چې طالبانو سره پر اوه ورځني تاوتریخوالي کمولو هوکړه شوې ده.

دامریکا غږ د راپور له مخې، نوموړي  چې نن دسلواغې  په ۲۶مه، د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل پر دغه وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ بحثونه شوي دي او اوس باید په افغانستان کې "سولې ته هم یو چانس" ورکړل شي.

اسپیر زیاته کړه: " اوسمهال د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیز چمتو دی چې زموږ داستازي او د طالبانو ترمنځ پرې موافقه شوې ده. ډېره هیله بخښوونکې ښکاري. موږ له تیرو څو ورځو راهیسې د خپل کانګرس سره په دې اړه مشورې کوو- ما په دې اړه ډېر بحثونه کړي. په بروکسل کې هم په دې اړه د ناټو له متحدینو سره بحثونه روان دي."

ځینو امریکايي چارواکو، چې د تړون په جزیاتو خبر دي، ویلي دي  ، ممکن دا موافقه د یکشنبې په ورځ  د سلواغې په ۲۷مه،  رسمآ اعلان شي، د تاوتریخوالي کمېدل به د دوشنبې له ورځې پيل او بیا به په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په مونیخ کې له ولسمشر غني سره هم په دې اړه خبرې وکړې. اسپر وویل چې ولسمشر غني د دغه تړون ملاتړی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ لږ تر لږه یو ساعت له ولسمشر غني سره خبرې وکړې. زه فکر کوم چې هغه د دغه تړون ننګه کوي او موافق دی. هغه غواړي چې په دغه بهیر کې په بشپړ ډول شریک وي او ډاډه شي چې ټول افغانان سره راټول شي او په خبرو کې د ټولو نماینده ګي او یوه پایداره موافقه وشي."

اسپیر زیاته کړه چې دا تړون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي.

په همدې حال کې ارګ وايي امریکایي چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې طالبانو منلې له جنګ او تاوتریخوالي لاس اخلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking