ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو رایو بیا شمیرنه، څیړنه او د شکایتونو کمیسیون دپریکړو د تطبیق بهیر یکشنبه پیلیږي

د ځینو رایو بیا شمیرنه، څیړنه او د شکایتونو کمیسیون دپریکړو د تطبیق بهیر یکشنبه پیلیږي

author avatar
15 Feb 2020 - 20:34
د ځینو رایو بیا شمیرنه، څیړنه او د شکایتونو کمیسیون دپریکړو د تطبیق بهیر یکشنبه پیلیږي
author avatar
15 Feb 2020 - 20:34

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د یکشنبې په ورځ د رایو بیا شمیرنه، څیړنه او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د تطبیق بهیر پیلیږي.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه کار د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شي، خو د ځینو ستونزو له امله ځنډیدلې وه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د سلواغې په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سبا یکشنبه به د رایو بیا شمیرنه، څیړنه او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پریکړو د تطبیق بهیل پیلیږي.

کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو له ټولو ناظرینو، مشاهده کوونکو او رسنیو غوښتي دي چې ددې بهیر د څارنې لپاره کمیسیون ته راشي.

سرچینې زیاته  کړې، د بدخشان، تخار سرپل، فاریاب ، غزني، ننګرهار، هلمند کندهار او د کابل د رایو بیا شمیره په اړونده ریاستونو کې ترسره کیږي.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون د پرېکړې له مخې چې څو ورځې وړاندې اعلان شوه، د ۱۳۷زره رایو څخه چې شکمنې پېژند شوې وې، لس سلنه او له ۱۰۲ زره رایو څخه چې له ټاکلي وخته بهر بلل شوې وې، ۱۵ سلنه ځانګړې تفتیش کېږي چې د دغې څېړنې په پای کې به د دغو رایو د اعتبار او ابطال برخلیک معلوم شي.

د نوموړي په خبره، د یادو دوو مواردو د پرېکړې د تطبیق لپاره تخنیکي کمېټه جوړه شوې ده او د نن شپې تر ناوخته به خپل کار ته دوام ورکوي.

هغه د دغه بهیر د وخت په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «زموږ هڅه دا ده چې هر څومره ژر وي، پرېکړې تطبیق کړو او راپور یې د ټاکنو کمېسیون بورډ ته وړاندې کړو.»

ننګ د یوشمېر نورو محلونو د تازه بیا شمېرنې په اړه وویل چې دغه کمېسیون بیا شمېرنې ته پوره تیاری لري او نن به یواځې په دوو مواردو کار کوي.

ده وویل: «سیستم په داسې شکل جوړ شوی چې انساني لاسرسی په کې نه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د کمېسیون دارالانشاء د محلونو د سلنې د ټاکلو لپاره یو سیستم جوړ کړی چې په یاده سلنه کې د هر ولایت تر اغېز لاندې محلونو په نسبت په تصادفي بڼه د سیستم له لوري ټاکل کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روانې سلواغې میاشتې په ۱۶مه د هغو رایو د لغوې یا تایید په اړه چې شکایتونه ثبت شوي وو، له ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې له ۱۴۰۰ څخه ډېر محلونه ځانګړي تفتیش او ۲۹۸ نور محلونه بیا وشمېري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.