ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو : دمګړۍ افغانستان نه پریږدو

ناټو : دمګړۍ افغانستان نه پریږدو

author avatar
15 Feb 2020 - 20:23
ناټو : دمګړۍ افغانستان نه پریږدو
author avatar
15 Feb 2020 - 20:23

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸) د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي، که چیرې طالبان دتاوتریخوالي کمولو کې بریالي شول نو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر کمولو فکر کیږي، خو ناټو دمګړۍ افغانستان نه پریږدي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن دسلواغې  په ۲۶مه، د جرمني په میونخ امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د ناټو له ماموریت څخه موخه داده، چې له خپلو ارزښتونو څخه دفاع وشی ، دارزښتونه د ستمپر په ۱۱مه، تر بریدونو لاندې راغلي وو.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ زره سرتیري میشت دي ، افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي څو دوی له ترهګرۍ سره ښه مقابله وکړي او هلته سولې لپاره حالات برابر شي.

خو نوموړي په ډاګه کړه، چې ناټو او متحدین یې اوسمهال افغانستان نه پریږدي.

د ناټو سرمنشي وایي : (( که چیرې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته کې بریالي شول او ژمنه یې عملي کړه، نو موږ به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیرې په اړه فکر وکړو .))

د هغه په وینا، د تاوتریخوالي کمیدو سره بین الافغاني مذاکراتو ته لاره برابریږي او دا ډاډمن کړی شي چې دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.