ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان مرکز پلخمري کې د عامه بڼ جوړېدو چارې پیل شوې

د بغلان مرکز پلخمري کې د عامه بڼ جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
16 Feb 2020 - 16:38
د بغلان مرکز پلخمري کې د عامه بڼ جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
16 Feb 2020 - 16:38

پلخمري (پژواک،۲۷سلواغه ۹۸): د بغلان په مرکز پلخمري کې پر ۱۳۰ جریبه دولتي ځمکه د عامه بڼ د جوړېدو په موخه د ١٤ زره میوه لرونکو نیالګیو د ايښودلو چارې پیل شوې.

دغه بڼ په پلخمري ښار کې د غوري سمنټو فابریکې ته څېرمه پر دولتي ځمکه جوړېږي چې د فابریکې د تولید له امله د ککړې هوا په پاکېدو به هم د پام وړ اغېز ولري.

د غوري سمنتو فابریکې ريیس ریاض الدین شریفي د سلواغې په  ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((فابريکې ته څېرمه د لومړي بلاک پر۱۳۰ جریبه ځمکه د ترقۍ په نوم بڼ د جوړولو په موخه نن د ١٤ زره ميوه لروونکو نيالګيو د کېنولو چارې پيل کړې.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو ونو کې ډېرى يې د بادام او پستې ونې دي او د دې سيمې د هوا په پاکولو کې به هم مرسته وکړي.

دغه راز د پلخمري ښاروال نظام الدین حمیدي وويل چې دغه بڼ به د ښار د هوا پاکولو ترڅنګ د خلکو لپاره د تفريح يو مناسب ځاى وي.

د بغلان د کرنې او مالدارۍ چارو ریيس عبدالغیاث صدیقي وايي، د دغه بڼ جوړول  د کرنې ریاست د باغدارۍ پروګرام یوه برخه ده.

د يادونې ده چې د لومړي ځل لپاره په پلخمري ښار کې په دومره لويه کچه ميوه لرونکى دولتي بڼ جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.