ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ د سړک خرابوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ د سړک خرابوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
16 Feb 2020 - 14:54
د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ د سړک خرابوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
16 Feb 2020 - 14:54

جلال اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک تر اوسه هېڅ نه دی رغول شوی او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، ډېر کله داسې هم شوي چې د درملنې په موخه ښار ته د ناروغانو د انتقال پر مهال د سړک د خرابوالي له امله هغوی په لاره ساه ورکړې وي.

بلخوا د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي چې د ۱۳۹۹ کال په انکشافي بودجه کې د دغه سړک جوړېدو بودجه منظور شوې او د تدارکاتو له کمېسيون څخه د قرارداد له پاس کېدو وروسته به د دغه ۲۴ کيلومتره سړک د جوړېدو عملي کارونه پيل شي.

دوربابا ولسوالۍ په ننګرهار کې د ګوتو په شمېر ولسواليو ده چې په تېرو اتلس کلونو کې يې سړک نه دی رغول شوی او نه هم ورته په نورو رغنيزو برخو کې کومه خاص پاملرنه شوې ده.

خلک يې وايي، ښار ته د تګ راتګ پر مهال ځکه له ستونزو سره مخ وي چې لاره خامه ده او ډېرو ځايونو کې د خوړونو پر سر جوړ شوي پلونه هم نړېدلي دي.

دوی وايي، کله چې باران وي لاره لا له تګ راتګ وځي او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دوربابا ولسوالۍ پخوانی ولسوال او قومي مشر همېشه ګل مسلم پژواک اژانس ته وويل، د خپلې دندې پر مهال يې په ځلونو د دغه سړک د جوړېدو غوښتنه کړې، مکتوبونه يې په ډېرو دولتي ادارو کې اوس هم پراته دي او ډېرو واليانو ورسره ژمنې کړې خو تر اوسه د سړک جوړېدو برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

هغه زياته کړه: ((خلک له مشکلاتو سره مخ دي، ټرانسپورټ يې تباه شو، مريض يې تباه دی، نور مشکلات ورته موجود دي، امنيتي مشکلات يې دولت ته موجود دي. په اسانۍ دلته تګ راتګ نه شي کولی.))

يو بل قومي مشر او ځايي اوسېدونکی حاجي شيرپاو هم وايي، د سړک خرابوالي خلکو ته د نورو ستونزو ترڅنګ د ناروغ د انتقال برخه کې ډېرې ستونزې جوړوي.

د هغه په خبره، له تېرو څو کلونو ورته همداسې ويل کېږي چې نوې بوديه کې مو سړک منظور شوی خو د کال په تېرېدو هم د سړک جوړېدو برخه کې بيا کوم څه نه ويني.

دی زياتوي: ((د خوړونو په سر پلونه او پلچکونه ټول سېلابونو تخريب کړي، کله چې سېلاب راشي او چا په موټر کې ناروغ بار کړی وي، نو سېلاب ته چې دوه ساعته انتظار کوي ناروغ لاره کې مړ شوی وي.))

خو ننګرهار کې د سړکونو د څارنې او ساتنې اداره وايي، د دوربابا ولسوالۍ د لويې لارې د رغولو بوديجه د ۱۳۹۹کال انکشافي بوديجه کې منظور شوې او ډير ژر به يې کارونه پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.