ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: د سولې له شته فرصته  بايد پوره ګټه واخيستل شي

د پکتيا اوسېدونکي: د سولې له شته فرصته بايد پوره ګټه واخيستل شي

author avatar
16 Feb 2020 - 16:34
د پکتيا اوسېدونکي: د سولې له شته فرصته  بايد پوره ګټه واخيستل شي
author avatar
16 Feb 2020 - 16:34

ګردېز (پژواک، ٢٧ سلواغه ۹۸): د پکتيا ولايت سلګونه اوسېدونکو په يوه ولسي غونډه کې د تاوتريخوالي کمول مثبت ګام وباله او ټينګار يې وکړ چې د سولې له شته غوره فرصت څخه بايد پوره ګټه واخيستل شي.

دوی ټينګار وکړ چې په دې پروسه کې بايد د ځينو داخلي او بهرنيو کړيو د مغرضانه او د يادې پروسې د سبوتاژوونکو فعاليتونو مخه ونيول شي.

په دغه غونډه کې ديني عالم قاري خواجه الدين حقبيان وويل چې د سولې په خبرو کې بايد وسله وال طالبان هم د هېوادوالو د اساسي غوښتنې په نظر کې نيولو انعطاف منونکي و اوسي.

حقبيان وايي: ((په قطر، جرمني يا د نړۍ په هر هېواد کې چې د افغان سولې لپاره يو قدم هم اخيستل کيږي، موږ يې ملاتړ کوو. پر طالبانو غږ کوو چې بين الافغاني مذاکرات پيل کړي. دواړه خواوې افغانان او مسلمانان دي؛ نور دې پر خپلو ځانونو، مېندو، بچيانو او ټول ولس ترحم وکړي.))

قومي مشر حاجي محمد نبي ټينګار کوي چې وسله وال طالبان بايد حساسو حالاتو او شرايطو ته په کتو ټولو اړخونو ته ځير واوسي اود نورو ډلو او هېوادونو د فرمايشونو عملي کېدو لپاره بايد کار ونه کړي.

نبي وويل: ((پر دې  توافق شوی چې د څو ورځو لپاره به تاوتريخوالی کميږي، موږ د دې پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوو، خو د دې لپاره چې په هېواد کې مو دايمي او پايداره سوله راشي، دايمي اوربند غواړو.))

د ښځو او ماشومانو د حقونو فعالې نازدانه پکتياوال وايي چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي کابو پنځوس کلونه پوره کيږي او په دې اوږده موده کې افغانانو ته ګڼ نه جبرانېدونکي مادي او معنوي زيانونه اوښتي دي.

پکتياوال وويل چې جګړه د ټولو انساني بد مرغيو اساس دی او له روانو ستونزو د راوتو په برخه کې بايد نړيواله ټولنه هم خپلې تېرې تېروتنې جبران او اوسمهال ور له غاړې مسووليت تر سره کړي.

نوموړې زياته کړه: ((الله تعالی فرمايي چې په سوله کې خير دی. جګړه ټوله بدمرغي ده، د افغانستان خلک ډېر ځورېدلي او تاواني شوي. زيات ضرر يې مېندو او خوېندو ته رسېدلی او رسېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.