کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سيمه کې يو صراف وژلی دی.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.
دی زياتوي، د محمد يعقوب په نوم له ياد صراف سره پيسې هم وې، خو پيسې نه دي ورنه وړل شوې.
هغه وايي چې تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن