ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: په هېواد کې د څو کلن جنګ ختمولو ته کاملا ژمن یو

غني: په هېواد کې د څو کلن جنګ ختمولو ته کاملا ژمن یو

author avatar
16 Feb 2020 - 18:34
غني: په هېواد کې د څو کلن جنګ ختمولو ته کاملا ژمن یو
author avatar
16 Feb 2020 - 18:34

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٨): ولسمشر غني د دې په بیانولو سره چې د سولې ډېره پېچلې پروسه په مخکې ده او هغه باید په تدبیر او عقلانیت مدیریت شي، وايي، په افغانستان کې د څو کلن جنګ ختمولو چمتو دي او بشپړ تعهد لري.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي هم حضور درلود، دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، سولې پروسې او د جنګ ختمولو لپاره د افغان حکومت پر تعهد بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني د فرصتونو او ګواښونو په اړه د خبرو پر مهال وویل، د افغان دولت یواځینۍ اساسي موخه په هېواد کې د پایداره سولې د تامین لپاره د جنګ او تاوتریخوالي ختمول دي.

هغه په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره د ملي او سیاسي اجماع پر موجودیت هم خبرې وکړې او ويې ویل، موږ په افغانستان کې د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو یو او بشپړ تعهد لرو.

نوموړي د دې په بیانولو سره چې ډېره پېچلې پروسه په مخکې لرو او هغه باید په تدبیر او عقلانیت مدیریت کړو، وویل: "د خوښۍ ځای دی چې نن زموږ د ټولنې اجتماعي او سیاسي ظرفیتونه تر دې اندازې لوړ شوي چې کولای شو په دغه پروسه کې سخت تصمیمونه ونیسو."

د ده په خبره، په نږدې راتلونکي کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې له بېلابېلو اقشارو، مدني ټولنې او سیاسي کړیو سره د مشورو لړۍ پیل کړي، ترڅو دوی له جریانونو اګاه او د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه خبرې وکړو.

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، هیواد یې چمتو دی چې د افغان دولت او امریکا متحده ایالتونو د سولې له هڅو ملاتړ وکړي، ترڅو د دغه هیواد وګړي پایداره سولې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ د افغان حکومت او خلکو تر څنګ یو او په بېلابېلو برخو کې به د تېرو دوو لسېزو د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو حقونو د ساتنې په برخو کې هڅې وکړو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.