جلال اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې یو شمېر دیني عالمانو د دغه ولايت تازه امن شويو سیمو ته د سولې پیغام په لېږد سره د سولې کاروان په نوم حرکت پیل کړ.
دوی وايي، موخه يې د ولسواليو خلکو ته د سولې د ګټو بيانول او په ټوله کې د سولې لپاره هلې ځلې دي.
دغو لسګونو ديني عالمانو خپل ياد کمپاين له پرون څخه پيل کړی او وايي، د دغه ولايت ټولو هغو ولسواليو ته به د کاروان په توګه د سولې له پيغام سره ځي چې تازه د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې امن شوې دي.
د دغو ديني عالمانو له ډلې مولوي حبيب الله جلال ابادي د سلواغې په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د سولې د حرکت یاد کاروان يې پرون د کوټ ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته پيل کړ.
دی وايي، په ټولو هغه سیمو کې چې مخکې د جګړې کرښې وې او اوس په کې امن وي، د سیمې د خلکو په مرسته به په کې د امن ناره پورته او ټولې ښکېلې خواوې به سولې ته را وبلي .
د نوموړي په وينا، له دې وروسته به د دې ولایت نورو ولسوالیو او په پرله پسې ډول ولایتونو ته سفر ولري، ترڅو له جنګه ستړي هېوادوالو ته د امن پيغام ورکړي او جګړه کوونکي سولې ته را وبلي .
د دیني عالمانو دې ډلې ته په کوټ او روداتو ولسوالیو کې د خلکو له لوري تود هرکلی ويل شوی او هلته ځایې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم ملاتړ کړی.
د ننګرهار ديني عالمانو په داسې حال کې د سولې لپاره دا حرکت پيل کړی چې په دې وروستيو کې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې اترې ډېرې تودې شوي او هيله مندي شته چې نږدې وختونو کې د سولې په اړه يوه هوکړه وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن