کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): د کابل پوليس وايي، ناپېژاندو کسانو د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د کوه قرغ د غره لمنې اړوند په يوه غار کې پر نشه نهه روږدي وژلي او يو بل یې ټپي کړی دی.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې رامنځته شوې او دغه کسان پر ډزو وژل شوي دي.
هغه زياتوي: "زموږ د لومړنيو معلوماتو او د وژل شوو کسانو له څېرو داسې ښکاري چې وژل شوي کسان پر نشو روږدي کسان دي، د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه جسدونه عدلي طب ته استول شوي دي."
دی وايي، ټپي کس د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
ده په دې اړه د جزېياتو له ورکولو پرته وويل، دا لا نه ده څرګنده چې دغه کسان د چا له خوا او ولې وژل شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن