ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​”غاصبینو د سمنګان د هزار سُوم لرغونې سیمې په غارونو کې غوجلې جوړې کړې دي”

​”غاصبینو د سمنګان د هزار سُوم لرغونې سیمې په غارونو کې غوجلې جوړې کړې دي”

author avatar
16 Feb 2020 - 16:40
​”غاصبینو د سمنګان د هزار سُوم لرغونې سیمې په غارونو کې غوجلې جوړې کړې دي”
author avatar
16 Feb 2020 - 16:40

ایبک (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): سمیه ییز مسوولین وایي چې د سیمې اوسېدونکو د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر په کلي کې د هزارسُم لرغونې سیمې ځمکې غصب کړې او په غارونو کې یې خپل څاروي ساتي.

د سنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس عزیزالرحمن قطره د معلوماتو له مخې، د کوکجر هزارسُم تاریخي سیمه ددغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې موقعیت لري چې ۳۳۵ هکتاره ځمکه یې نیولې ده.

د هغه په وینا، لرغون پېژندونکي د هزارسُم لرغونتوب له مېلاد څخه وړاندې ثابت کړی او په دغه تاریخي سیمه کې په سلګونه غارونه شته چې مخکې وختونو کې انسانانو په کې ژوند کاوه.

دغه راز د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتلو مدیر محمد امین عزیزی پژواک خبري اژانس ته وویل چې د حضرت سلطان د کوکجر هزارسُم تاریخي ابده، په یاد ولایت کې د ۶۵ ثبت شوو تاریخي سیمو له ډلې ده.

خو هغه زیاته کړه چې د تېرو کلونو په لړ کې د سيمې یوشمېر اوسېدونکو د دغې لرغونې ساحې ځمکې غصب او د اوسېدو کورونه یې په کې جوړ کړي دي.

نوموړي په ډاګه کړه چې یوشمېر دغو اوسېدونکو ان د دې تاریخي سیمي غارونه د اسکواټور په وسیله تخریب کړي او هغو کې یې د خپلو څارویو ساتلو لپاره غوجلې جوړې کړې دي.

هغه مشخصه نه کړه چې په دغه ساحه کې ټوله څومره ځمکه غصب شوې؛ خو ويې ویل چې د دغو ځمکو یوشمېر برخې شاوخوا شل کاله واړندې او یو شمېر نورې برخې یې په دې وروستیو کې غصب شوې دي.

نوموړي څرګنده کړه چې حکومت یو ځل په ۱۳۸۸ کال کې اقدام وکړ  او د دغو ځمکو د غصب مخه یې ونیوله؛ خو خلکو بیا د ځمکو پر غصب لاس پورې کړ او د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د راون کال د لېندۍ په ۵مه د غاصبینو د پېژندنې او د دغې موضوع د څېړنې وړاندیز  يې وکړ او د ولایت مقام یې د څېړنې لپاره پلاوی وګوماره.

هغه وویل چې د یاد پلاوي د څېړنو په پایله کې ښکاره شوه چې دغه ځمکې ۲۱ کسانو غصب کړې او هغوی په هزارسُم لرغونې سیمه کې د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.

د یوه نوملړ له مخې، په دغو ۲۱‍ کسانو کې سیدامیر، حضرت میر، غلام سرور، نادر بای، خیرالله، نجیب الله، محمد رحیم بای، شهنواز، جمعه، خیرالله، امان الله، حفیظ الله، سیف الله، دولت میر، امان بای، عرب، اصف، ملارحیم، سلیم، مهراب الدین او بصیر بای شامل دي.

د محمد امین عزیزي په وینا، څېړنې ښیي چې په یاده ساحه کې سیدامیر پنځه کورونه، محمدرحیم او نجیب الله هم د استوګنې کورونه جوړ کړي او د حضرت میر په نامه یوه کس په دغه سیمه کې د اسکواټور په وسیله یوه سمڅه کیندلې او د کور جوړو لومړني کارونه یې هم ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دغو څلورو کسانو د هزارسُم سیمې یوولس جريبه ځمکه غصب کړې او د دغې ځمکې د ملکیت ادعا کوي؛ خو د دولت د قضیو د امریت په څېړنه کې یادې ځمکې مشخصې شوې چې د هزارسُم اړوند دي، او یاد کسان نه دي توانېدلي چې د دغو ځمکو د مالکیت اسناد وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.