د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ثبات او همپالنې ډله: د شکایتونو کمېسیون پرېکړې قانوني نه دي

د ثبات او همپالنې ډله: د شکایتونو کمېسیون پرېکړې قانوني نه دي

Feb 16, 2020 - 19:18

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): د "ثبات او همپالنې" ټاکنیز ټيم د ولسمشرۍ له ټاکنو د وتلو د ګواښ ترڅنګ د ټاکنیزو کمېسیونونو په تګلاره نیوکه کوي او وایي چې امکان نه لري څو خلک درغلۍ او په خپله جوړې شوې پایلې ومني.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې سیاسي مسوول فضل احمد معنوي چې نن یې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل چې د ټاکنو کمېسیون له کاري پلان پرته او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، ټاکنیزو ډلو او ناظرو بنسټونو د څارونکو له شتون پرته نن په څو ولایتونو کې د تفیتش او بیا شمېرنې بهیر کړی دی.

هغه له جزئیاتو پرته وویل چې دغه کمېسیون نن په یو شمېر ولایتونو کې د درغلي کوونکو کسانو په پر مټ بیا شمېرنه پیل کړې ده.

 ده زياته کړه، لکه څرنګه چې د دوی ټاکنیز ټيم نه غوښتل چې دویم ځل په بهیر کې حضور ولري؛ خو د هغو تعهداتو په اړه چې شکایتونو کمېسیون درلودل، هغه نیمګرتیاوې چې په دغه بهیر کې موجودې وې، مجبور شول جوړجاړی وکړي.

دى وايي: «ډېرې پرېکړې چې د شکایتونو کمېسیون له خوا وشوې، قانوني ځای نه لري، ژمنه یې کړې وه چې نه بایومتریک او له ټاکلي وخت بهر رایو ته اعتبار نه ورکوي؛ خو پر هغه څه چې ژمنه یې کړو وه، عمل یې ونه کړ.»

نوموړي د ۱۳۷زره او ۱۲۰ زره رایو په نمونې اخیستنې هم نیوکه وکړه او ويې ویل چې د ټاکنو د قانون، لوایحو او طرز العملونو په هېڅ ځای کې نمونه اخیستنې ته اشاره نه ده شوې.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم سیاسي مسوول زیاته کړه: «موږ د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه ډېره قانوني تمه درلوده؛ خو دغه کمېسیون هم د قانون خلاف عمل کړ او د ولایتي کمېسیونونو پرېکړې یې لغوه اعلان کړه.»

د نوموړي په خبره، که د ولایتي کمېسیونونو پرېکړې نه وای لغوه شوې، د ۵۰۰ زرو محلونو رایې چې په اړه یې مستند شکایتونه ثبت شوي وو، بیا شمېرنې ته تلې.

معنوي زياتوي، ټيم یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له تګلارې څخه شکايت لري او که وضعیت په همدې ډول دوام پیدا کړي، د ثبات او همپالنې ټيم مجبور دی چې له ټاکنیز بهیر څخه ووځي.

هغه زیاته کړه: «که واقعي رایې حسابېدای، موږ بریالي کېدو.»

همداراز د ثبات او همپالنې ډلې دغه غړي وویل: «په زور، جبر او اکراه ممکنه نه ده چې خلک درغلۍ او په خپله جوړې کړې پایلې ومني، خلکو ته ډاډ ورکوم چې له رایو یې دفاع کوو او د خپل حق د اخيستو لپاره هر ډول غوراوى چې ستاسو په فکر کې راګرځي، کار اخيستل کېږي.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې تاریخ یو ځل بیا تکرار نه شي، زیاته کړه: «د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې مو د افغانستان د ثبات لپاره حوصله وکړه؛ دا ځل ولاړ یو او مسوولیت او عواقب یې د هغه چا پر غاړه دي چې په درغلۍ کې لاس لري، راغلو څو حجت پای ته ورسوو څو په راتلونکي کې مسوولیت زموږ پر غاړه نه وي.»

د معنوي په خبره، د ثبات او همپالنې ټيم په دموکراتیکو بهیرونو باور لري؛ خو که دغه بهیر هم ځواب ور نه کړي، باید اجازه ور نه کړل شي چې څو محدود کسان د خلکو حق تر پښو لاندې کړي.

هغه له نړیولې ټولنې هم وغوښتل چې د شفافیت په تامین کې مرسته وکړۍ او له حق څخه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د تفتیش بهیر د ټاکنیزو شکایتونو د استازو د نه شتون له امله ترواسه نه دی پیل شوی او د رایو د بیا شمېرنې بهیر هم په سرپل کې درېدلی دی.

تمه وه چې د ۱۳۷ زرو رایو له قضیې څخه لس سلنه د رایې ورکولو محلونه او د ۱۰۲ زره نورو رایو له قضیې څخه چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي دي، ۱۵ سلنه د رایې ورکولو محلونو بيا شمېرنه نن پیل شی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking