غزني ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٨): د غزني سلګونو اوسېدونکو او د سولې ولسي حرکت غړو د يوه لاريون په ترڅ کې په هېواد کې د روان ناورين د پاى ته رسولو يواځېنۍ لار سوله وبلله او ټينګار يې وکړ چې ښکېلې خواوې بايد د سولې راتګ لپاره هلې ځلې وکړي.
د غزني ولايت سلګونو اوسېدونکو او د سولې ولسي حرکت غړو نن لس بجې د غزني ښار د مميزو منډوي له څلورلارې لاريون پيل او په دوولس بجو يې په فروخي څلورلارې کې پاى ته ورساوه.
د سولې ولسي حرکت غړي محمد نېکزاد وويل چې په دې وروستيو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پايلې نږدې شوې دي.
ده وويل: ((امريکا او طالبان بايد يواځې د تاوتريخوالي کمولو لپاره نه، بلکې د دايمي اوربند لپاره کار وکړي.))
هغه زياته کړه: ((د سولې لپاره زينه په کار ده او اوربند د سولې زينه ده، لومړى بايد اوربند وشي.))
د دغه حرکت بل غړي فرهاد عادل وويل چې دغه ځل بايد د سولې پر خبرو د خلکو باور مات نه شي.
نوموړى زياتوي: ((تر اوسه يوولس ځلې د سولې په اړه خبرې شوې دي، خو نتيجه يې نه ده ورکړې خو دغه ځل بايد نتيجه ورکړي او د خلکو اعتبار بايد مات نه شي.))
ده هم ټينګار وکړ چې د تاتريخوالي کمولو نتيجه نه ورکوي، بايد د اوربند لپاره زمينه برابره شي.
همدارنګه د لاريون ګډنوال عبدالمالک پژواک ته وويل چې په هېواد کې د سولې د راتګ يواځېنۍ لار د بهرنيانو وتل دي.
ده وويل: ((د هرې بدبختۍ او جګړې پاى سوله وي، نو موږ سوله غواړو جګړه نور بس دى.))
د ياد لاريون يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د بين الافغاني مذاکراتو لپاره زمينه برابره کړي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې ځيني داسې راپورونه خپاره شوي چې امريکا او طالبان د تاوتريخوالي پر کمولو سلا شوي او له روانې دوشنبې به پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن