کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ٩٨): ولسمشر غني وایي، د سولې په بهیر کې فرصتونه او ګواښونه باید په دقیق ډول وڅېړل شي او حکومت دا اراده او وړتیا لري چې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه فرصتونه په سم ډول تحلیل کړي.
ولسمشر غني پنجشنبې د سلواغې په ۲۴مه د مونيخ په نړيوال امنيتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته تللی او پرون ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیلزاد، د امریکا متحده ایالتونو د سنا جرګې له مشرې مېرمن ناسي پلوسي او پلاوي سره کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنو کې د امنیتي مسایلو، سولې پروسې او نورو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې غنی له ناسي پلوسي سره په لیدنه کې «تروریزم» د افغانستان، امریکا متحده ایالتونو او سیمې ته ګواښ بللی او او د داعش پر ضد یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.
غني ویلی: «موږ تر اوسه هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له لوري د پام وړ او عملي اقداماتو شاهد نه یو او د طالبانو پټنځایونه لا هم یوه معضله ده چې باید ورته پاملرنه وشي.»
هغه زیاته کړه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له امریکا سره د مشارکت لپاره د افغانستان خلکو غوښتنه صادقانه ده.
ولسمشر د افغانستان د سولې بهیر ګواښونو او فرصتونو ته په اشارې ویلي: «موږ باید په دقیق ډول د دې پروسې ګواښونه وپېژنو، څو له کومې سترې ننګونې سره مخ نه شو. د هر نوښت چې موږ سولې ته نږدې کوي، هرکلی کوو.»
ده زیاته کړې چې د افغانستان حکومت دغه اراده، تدبیر او وړتیا لري چې تل پاتې سولې ته د رسېدو په موخه فرصتونه په سم ډول تحلیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې یو کال راهیسې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. وروستي خبرونه ښيي چې دواړه لوري د تاوتریخوالیو پر کمولو سره سلا شوي، خو تر اوسه کوه هوکړه نه ده لاسلیک کړې.
په یاده کتنه کې د افغانستان او امریکا د ګټو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې او ولسمشر غني ویلي: «موږ تر اوسه هم له منځ مهاله او اوږدمهاله ګډو ګواښونو سره مخ یو او باید له دغو ګواښونو سره په مشترکه توګه مبارزه وشي.»
سرچېنه زیاتوي، ولسمشر د حکومت د اقتصادي برنامو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو او له هغه وروسته په سیمه او افغانستان کې د وضعیت د تغییر د څرنګوالي په اړه ویلي: «نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۴ سلنه عملیات ترسره کوي او زموږ ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل وطن او خلکو دفاع وکړي.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن