د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له دهلې بنده کندهار ښار ته د څښاک اوبو رسولو شبکې سروې پیلېږي

له دهلې بنده کندهار ښار ته د څښاک اوبو رسولو شبکې سروې پیلېږي

Feb 16, 2020 - 17:49

کندهار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): چارواکي وايي، له دهلې بند څخه کندهار ښار ته د څښاک اوبو رسولو شبکې د مسیر ټاکلو سروې پیلېږي.

دهلې بند چې ټاکل شوې ده سږ کال یې د رغولو چارې پيل شي، یوه برخه یې د کندهار ښار لپاره د څښاک د پاکو اوبو شبکې جوړول دي.

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجنیر محمد نادر کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، له ماسټر پلان سره سم د سیمې له اوسېدونکو سره په همغږي د څښاک اوبو رسولو د دغې شبکې غځولو د پروژې د سروې چارې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، د دغې سروې په پایله کې به د ۱۹ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو رسولو شبکې لپاره لار یا مسیر و ټاکل شي.

دی وايي، د دغې شبکې د لارې په اوږدو کې د سړک نه موجودیت، د خلکو د کرنیزو ځمکو او غره شتون هغه ستونزې دي چې اړوندې ادارې او خلک یې باید په حل کې مرسته وکړي.

خو له دې سره په خوا کې، ده یادونه وکړه چې د څښاک اوبو د اوسنۍ ښاري شبکې او تاسیساتو رغول، نوو ښاري سیمو ته د اوبو شبکې غځول، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو نوې زېرمې جوړول، د ۹۰ زره کورنیو، تجارتي او دولتي ځایونو لپاره د مېترونو نصبول، له دهلې بند څخه تر تصفیه خونې د پایپونو غځول او نور هم له دغې پروژې سره تړلې چارې دي.

د ده په خبره، د دهلې پر بند د اوبو د دغې لویې شبکې په جوړولو سره د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه ورسېږي.

اوسمهال، د کندهار ښار اوسېدونکي د څښاک اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي او یواځې ۷ زره کورونو ته د څښاک اوبو نلونه غځول شوي دي.

ده زیاته کړه، د اوبو د دغې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د ده په خبره، د دغې شبکې په جوړېدو سره به دوی وتوانېږي د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د نلونو له لارې ۲۴ ساعته پاکې اوبه ورسوي.

ده یادونه وکړه چې دغه اداره په خپلو عوایدو ولاړه ده، که خلک د اوبو د لګښت بیلونه نه تحویلوي، نو دوی هم خدمات نه شي پراخولای.

دی وايي، په کندهار ښار کې د ۷ زره مشترکینو له ډلې ۲۵۰۰ یې مترونه نه دي نصب کړي، په داسې حال کې چې دوی په وار وار له خلکو غوښتي چې د اوبو د لګښت د معلومولو لپاره مترونه نصب کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ګڼ شمېر کورونه او دولتي ادارې له کلونو راهیسې د اوبو رسولو د ادارې قرضدار دي او خپل لګښت یې نه دی تحویل کړی.

د اوبو رسولو ریاست د معلوماتو له مخې، د کندهار ښار اوسېدونکي او یو شمېر دولتي ادارې د څښاک اوبو د مصرف له امله ۱۹۱ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

خو ده خبر ورکړ چې د دولتي ادارو په برخه کې د دغې ستونزې د حل په موخه ولسمشر د مالیې وزارت ته امر کړی چې د اړوندو ادارو له بودیجې یې وضع کړي.

بل خوا چارواکي وايي، د کندهار د دهلې بند د پراختیا چارې ګړندۍ شوي او ډېر ژر به یې عملي چارې پيل شي.

په دې لړ کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو ټیم په ساحه کې د دغې پروژې اړوند تر استملاک لاندې ځمکو د تصفیې چارې پیل کړې دي.

د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالی وايي، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوۍ دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

خو دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

محبوبي خبر ورکړ چې اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

څو میاشتې مخکې د کرنې او پرمختیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالحمید هلمندي کندهار ته سفر کړی و او ویلي یې و، د دهلې بند پروژه تر راتلونکو درېیو کلونو بشپړېږي چې کرنه به ورسره بېسارې وده وکړي.

هلمندي وویل، د دهلې بند پروژه په څلورو برخو کې د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي چې تر راتلونکو درېیو کلونو به بشپړه شي.

هغه دا د کندهار لپاره لوی زېری وګاڼه او ویې ویل چې له دې سره د اوبو د کمښت ستونزه کمېږي او کرنه وده کوي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

څو کلونه مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت تر سره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

د چارواکو په وینا، ياد شوي ټول کارونه تر سره شوي او اوس بند چمتو شوی چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking