ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منيب: د سولې تړون د لاسليک لپاره بايد امريکا او طالبان دواړه رښتيني واوسي

منيب: د سولې تړون د لاسليک لپاره بايد امريکا او طالبان دواړه رښتيني واوسي

author avatar
16 Feb 2020 - 17:37
منيب: د سولې تړون د لاسليک لپاره بايد امريکا او طالبان دواړه رښتيني واوسي
author avatar
16 Feb 2020 - 17:37

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ٩٨): د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر وايي، د سولې تړون د لاسليک لپاره بايد امريکا او طالبان دواړه رښتيني واوسي او د افغانستان سياسيون هم بايد د سولې موضوع ته لومړيتوب ورکړي.

د افغانستان د خلکو اسلامي انقلاب حرکت ګوند مشر او د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير عبدالحکيم منيب، دغه خبرې (د سلواغې په ۲۶مه) "یرغلګرو ته د عبرت ورځ" په نوم د علماوو يوې غونډې ته نن په کابل کې وکړې.

ده د سولې د وروستيو پرمختګونو هرکلى وکړ او ويې ويل، سولې یوه فریضه ده او د افغانستان ټول خلک باید سولې ته د رسېدو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه زياته کړه، د افغانستان خلک د سولې د ټينګښت لپاره اجماع لري، خو د سولې د څرنګوالي په اړه ځیني اختلافات شته؛ دوى هغه سوله غواړي چې د ټولو حقونه په کې خوندي وي.

له څه باندې یو کال راهیسې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. وروستي خبرونه ښيي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي پر کمولو سره سلا شوي، خو تراوسه کومه هوکړه نه ده لاسلیک شوې.

منيب دغه راز له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د اېستلو په اړه وويل، د افغانستان ټولو خلکو د شوروي په مقابل کې د اشغال او د کفري مفکورې د خلاصون لپاره جهاد پیل کړ او هغوى ته يې ماتې ورکړه.

ده زیاته کړه، دغه ماتې هر دښمن ته دا په ډاګه کوي چې هر څوک افغانستان ته په بده سترګه وګوري، د روسانو له برخلیک سره به مخامخ شي.

د هغه په وينا، د دغې ورځې نمانځل د افغانستان نوي نسل او ځوانانو ته قوت ورکوي او ور ښيي چې دوی د هماغه کسانو زامن دي چې پلرونو یې روسانو ته ماتې ورکړې وه.

پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، خو دغه پوځیان د افغانانو د سخت مقاومت په پایله کې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستانه وتلو ته اړ شول.

د خلکو اسلامي انقلاب حرکت مشر دغه راز په دې خبرو کې له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.