ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې تېر کال د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي

کندوز کې تېر کال د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي

author avatar
16 Feb 2020 - 14:06
کندوز کې تېر کال د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي
author avatar
16 Feb 2020 - 14:06

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٨): د کندوز د کليو د پراختيا رياست له لوري په تېر کال کې په دغه ولايت کې د ٢٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت ٢٤٠ پروژې پلې شوې دي.

د کندوز د کليو او پراختيا رييس دوست محمد ريحان د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې تېر کال يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ولسي تړون پروګرام له لارې ٢٤٠ پروژې پلې کړې دي.

ده وويل چې په دغو پروژو کې کوچني سړکونه، کليوالي لارې، استنادي دېوالونه او د اوبو کوچني بندونه شامل دي چې په ټوليز ډول څه باندې ٢٥٠ ميليونه افغانۍ پرې لګول شوې دي.

د ريحان د معلوماتو له مخې، د يادو پروژو د تطبيق پر مهال زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او لسګونه زره نورو کسانو ته په يادو برخو کې اسانتياوې برابر شوې دي.

دغه راز د کندوز د کليو د پراختيا رييس وويل چې په ١٢٠ کليو کې دوى د ساتنې او څارنې پروژې هم لري چې د دوى له لوري د پلې شوو پروژو د ساتنې او څارنې مسووليت لري.

هغه وايي: ((له تېرو لسو کلونو موږ دغه پروژه لرو، تر اوسه ١٤٠ ميليونه افغانۍ پرې لګول شوي، په دې پروژه کې هم خلکو ته کار پيدا کېږي او هم په کې زموږ له پروژو ساتنه او څارنه کېږي.))

همدارنګه نوموړي دا هم وويل چې د اقرا برنامې له لارې په دغه ولايت کې د ٥٤ ښوونځيو جوړولو چارې هم روانې دي.

ده وويل: ((دغه برنامه ولسمشر د ټول هېواد لپاره اعلان کړې، د کندوز لپاره په کې ٨٣ منظور شوي دي چې ٥٤ ښوونځيو يې کار اوس عملاً روان دى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو ښوونځيو تر اوسه شاوخوا ٢٥٠ ميليونه افغانۍ لګول شوي او د ښوونځيو د جوړولو چارې هم ٩٠ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه راز ريحان زياته کړه: ((بله لويه لاسته راوړنه چې موږ لرو، هغه په کندوز کې د کاسا زر پروژې پيل دى، د دې پروژې کار په کندوز کې پيل شوى او له څو ولسواليو څخه تېرېږي.))

نوموړي دا هم وويل چې د سړک جوړولو د ملي پروګرام له لارې په دغه ولايت کې د ١١٥ ميلونه افغانيو په لګښت د پنځوس کيلومټره سړک د جغل اچونې چارې روانې دي چې په ترڅ کې يې لس زرو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

ده زياته کړه چې په روان مالي کال کې به هم دوى په بيلابيلو سيمو کې يو شمېر پروژې پلي کړي چې ګڼو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.