ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ٤٦٠ ښځې د مديريت او ادارې برخو کې وروزل شوې

بلخ کې ٤٦٠ ښځې د مديريت او ادارې برخو کې وروزل شوې

author avatar
16 Feb 2020 - 16:22
بلخ کې ٤٦٠ ښځې د مديريت او ادارې برخو کې وروزل شوې
author avatar
16 Feb 2020 - 16:22

مزارشريف (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): بلخ ولايت کې پروموټ يا د ښځو د پياوړتيا پروګرام پای ته ورسېد. دغه پروګرام درې کاله وړاندې پيل شوی وو چې په روزنيز بهير کې يې ۴۶۰ ښځې د مديريت او ادارې برخه کې روزل شوې دي.

په مزارشريف کې د پروموټ د ساحوي دفتر مسووله حميده لطيفي وايي چې ياد پروګرام د ښځو د کاري وړتياوو  لوړولو په موخه پيل شوی و.

د هغې په خبره، د درېیو کلونو په جريان کې به بلخ ولايت کې ۴۹۰ هغه نجونې او ښځې د مديريت او ادارې برخه کې وروزل شوې چې لوړې او نيمه لوړې زده کړې يې درلودې.

مېرمن لطيفي زياتوي چې دغه پروګرام د روانې فبرورۍ مياشتې تر ۲۹مې نېټې پورې په رسمي ډول پای ته رسېږي.

هغې وويل چې د دې روزنيزې لړۍ په جريان کې شپږ مياشتې د ملکي خدماتو اړوند زده کړې ورکړل شوي، درې مياشتې په دولتي ادارو کې د عملي کار تمرين شوی او درې مياشتې يې د ښځو د رهبري د پراختيا برخه کې زده کړې ورکړي دي.

د پروموټ مسوولې زياته کړه: ((زموږ موخه دا وه، چې دولت ته په کار پوه کار کوونکي وروزو او تر څنګ يې هغو مېرمنو سره مرسته وکړو، چې په کاري برخه کې ستونزې لري.))

نوموړې همدا راز وايي چې د دغه پروګرام بله موخه دا وه څو په دولتي ادارو کې د ښځو مشارکت ورسره زيات شي.

د هغه په وينا، د پروموټ پروګرام په بهير کې د روزل شوو ښځو له ډلې ۲۵۲ يې په دولتي ادارو کې جذب شوې او نورې يې په خصوصي برخو کې پر دندو بوختې دي.

فاطمه عارفي د مزارشريف اوسېدونکې ده او د پروموټ په يو کلن روزنيز پروګرام کې يې هم برخه اخيسته ده.

هغه اوس د بلخ د چاپېريال ساتنې ادارې د مالي او اداري څانګې مسووله ده.

نوموړې پژواک ته وويل چې پروموټ پروګرام په مزارشريف کې د دې په څېر لسګونه نورو ښځو ته هم د کاري فرصتونو په پيدا کېدو کې مرسته کړې ده.

هغې وويل: ((ما په پروموټ کې د روزنې پر مهال دا زده کړل، چې څنګه د اداري اصلاحاتو په ازموينه کې برخه واخلم او څنګه مديريت وکړم، هماغه وو چې اوس دنده لرم او ژوند مې ښه روان دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.