کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۸): ځينې مدني بنسټونه په افغانستان کې د انټرنټ پر لوړو بیو نیوکه کوي او وايي، که تر راتلونکې یوې اونۍ د انټرنټ بیې ۵۰ سلنه ټيټې نه شي، د تحصن خېمې به ودروي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمي د سلواغې په ۱۳ مه ويلي و چې یوه جي بي انټرنټ شرکتونو ته په ۹ افغانۍ تمامېږي، خو دوی یې په ۱۸۰ افغانۍ پلوري.
د مخابراتو وزارت سرپرست، ۱۴ ورځې وخت غوښتی و ترڅو د انټرنټ بیې ټيټې کړي.
نن لسګونه مدني فعالان او یو شمېر هېوادوال د کابل په شهرنو پارک کې راټول شوي وو او په هېواد کې یې د انټرنټي بیو د ۵۰ سلنې ټيټېدو غوښتنه وکړه.
د مثبت سازمان رییس خلیل شنکر وویل، که څه هم د مخابراتو وزارت سرپرست ژمنه کړې وه چې په ۱۴ ورځو کې به د انټرنټ بیې ټيټې شي، خو تر اوسه په دې تړاو هېڅ اقدام نه دی ترسره شوی.
هغه زیاته کړه: ((لس ميلیونه انسانان چې له انټرنټ استفاده کوي، تر ستوني راغلي، بېکاري اوج ته رسېدلې او څو شرکتونه د خپل اسارت په تېغ د خلکو له جیبه پیسې غلا کوي.))
هغه وویل، مخابراتو وزارت څو ځله د انټرنټ د بیو د ټيټېدو خبر ورکړی، خو شرکتونه تر اوسه نه دي حاضر شوي چې بیې ټيټې کړي.
د نوموړي په خبره، که تر یوې اونۍ د انټرنټ بیې ۵۰ سلنه ټيټې نه شي، مدني بنسټونه به د څلورو مخابراتي شرکتونو (اتصالات، روشن، ام ټي ان او افغان بسیم) مرکزي دفترونو مخکې د تحصن خېمې ودروي.
د یادونې وړ ده چې پر یادو څلورو شخصي شرکتونو سربېره سلام دولتي شرکت هم په هېواد کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي، خو دغه شرکت د انټرڼټ بیې تر یوې اندازې ټيټې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن