جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت منسوبينو يو سوداګر چې درې مياشتې وړاندې له جلال اباد ښار څخه تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد کړى دى.
د يادې قضيې په تړاو د ملي امنيت ادارې درې کسان هم نيولي چې تر څېړنو لاندې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، جلال ښار کې د سلطانزي پلازې مالک نظام الدين د ملي امنيت منسوبينو له لوري تر درې مياشتو هڅو وروسته د تښتوونکو له منګولو روغ رمټ ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
دی زياتوي، د يادې قضيې په تړاو د ملي امنيت ادارې له لوري درې تنه نيول شوي چې اوس په ياده اداره کې تر څېړنو لاندې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تښتوونکو د نظام الدين له کورنۍ يو نيم ميليون ډالر غوښتل چې د اطلاعاتو تر لاسه کولو وروسته تېره ورځ د ملي امنيت منسوبينو له لوريې د ښار اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو ازاد شو.
د والي وياند وايي، ملي امنيت رياست د يادې قضيې په تړاو څېړنې کوي چې نور ښکېل کسان يې هم په نښه او د قانون منګولو ته وسپاري.
تر دې وړاندې هم دغه ولايت کې د امنيتي ادارو له لوري يو شمېر سوداګر تر تښتولو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن