کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه سر له نن څخه مشورتي ناستې پيل کړې دي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د سلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لړۍ به د روانې اوونۍ تر پايه پورې ادامه ولري.
هغه زياته کړه، په دې لړ کې به ولسمشر لومړى د سولې د مشورتي جرګې د بېلا بېلو کمېسيونونو له رييسانو سره په ګډه وګوري.
صديقي وايي چې دغه راز ولسمشر د هېواد د ٣٤ ولايتونو له واليانو سره هم پر سولې سلا مشورې کوي.
نوموړي وويل چې ولسمشر اشرف غني به دغه راز سياسيونو، علماوو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې، رسنيو او د بېلابلو برخو د اړوندو کسانو له استازو سره ناستې ولري.
د هغه په وينا، له دې ناستو او ليدنو کتنو څخه موخه د سولې لپاره داخلي ملي اجماع رامنځته کول او د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه ورسره سلا مشورې کول دي.
د ولسمشر وياند وايي چې د سولې وروستي پرمختګونه يو فرصت دى، خو ددې پر راتلونکو خطرونو او ننګونو هم ولسمشر له دغو کسانو سره خبرې اترې کوي.
له طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې صديقي وويل چې پر پلاوي کار شوى او تر اوسه په کې کومه ستونزه نه ده پيدا شوې.
ولسمشر د سلا مشورو لړۍ په داسې حال کې پيل کړې، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي پر کمولو يوه اعلاميه خپره شوې.
ددغه اووه ورځني تاوتريخوالي کمولو په پاى کې چې که دا پروسه بريالۍ شوه، د امريکا او طالبانو ترمنځ به تړون لاسليک او تر هغه لس ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن