مهترلام (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۸): د ختيځو ولايتونو له دودونو، فرهنګ او عنعناتو څخه د ٢١ ولايتونو د فرهنګيانو او مدني فعالانو د نندارې مېله او برنامه په لغمان کې له يو شمېر تاريخي ځايونو د ليدنې پرمهال پيل شوه.
د وطندار ملي برنامه کې به درې ورځې د ۲۱ولايتونو د فرهنګيانو او مدني فعالنو سربېره يو شمېر چارواکي د ننګرهار او لغمان ولايتونو له تاريخي سيمو او تفريح ځاينونو ليدنه وکړي او دغه راز به په کې د ختيځوالو له عنعناتو، فرهنګ او دودونو څخه خبر شي.
دا برنامه چې درې ورځې به دوام وکړي د سلواغې په ۲۸مه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې پيل شوه او ټاکل شوې د راتلونکې سه شنبې او چهار شبنې په ورځو کې د ننګرهار ولايت له مختلفو سيمو ليدنه وکړي.
د دغې ټولنيزې فرهنګي او تفريحي مېلې د پيل پرمهال د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام رييس زین الله شهیدزي وویل چې دا د دوو کلونو په اوږدو کې د وطندار برنامې د پروګرامونو اتمه لړۍ ده چې پیل شوه.
د نوموړي په وینا، د ننګرهار او لغمان په مرکز او ولسوالیو کې به تر اتلسو پورې علمي، فرهنګي، تفریحي، فلکلوري، توریستي ، کرنیز او تاریخي سیمو څخه د لیدنې پروګرامونه ولري چې موخه یې د بېلابېلو سیمو د خلکو کلتوري نږدیوالی، تعصب له منځه وړل، د تجربو شریکول او د زغم او همدلۍ منځته راوړل دي.
د لغمان سرپرست والي شاهزاده مظلومیار په خپلو خبرو کې وطندار برنامه د ملي وحدت قومونو، نژادونو، ژبو اومذهبونو کوچنی افغانستان وباله.
نوموړي زياته کړه، د لغمان ښاروالۍ له لوري د يادې مېلې د ښې نمانځنې لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی او دغه راز يې د یوویشتو ولایتونو د ګډونوالو په ویاړ څلور جریبه د نارنجو باغ ونوماوه او عملا یې د ټولو ولایتونو د یو یو تن استازي په لاسونو نیالګي کېښودل.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فیضان الله پټان وویل، مېلمانه به د امیر حبیب الله خان له رغول شوي قصر ( سراج کلا) او د مهترلام بابا له رغول شوي مزاره لیدنه وکړي چې د دغه لرغوني مزار د جوړېدنې زرکاله کیږي.
د لغمان ښاروال نظیف الله الکوزي وویل چې د محلي موسیقۍ ترڅنګ مېلمنو ته تفریحي، فولکلوریک او د لاسي صنایعو ننداتونونه او سيمه ييزې لوبې هم چمتو شوې دي.
د یادونې ده چې وطندار برنامه به دوه ورځې په ننګرهار ولایت کې شپاړس بېلابېل پروګرامونه ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن