کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۸): پولیس وايي چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د امنیتي سرتېرو پر رېنجر د مقاناطیسي ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
د کابل د ۱۰۱ زون د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي چې دغه پېښه نن سهار ۷:۳۵ بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په دوه سوه فامیلي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره، پولیس سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه د یادې پېښې په تور څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اوسېدونکي محمد اصف چې د چاودنې سیمې ته نږدې ژوند کوي، پژواک ته وویل، نن سهار څه باندې اوه نيمې بجې په عمومي سرک کې يو ماين هغه مهال وچاودېد، چې رينجر موټر له دې ځايه تېر شوى و او ورپسې د ملکي وګړو سراچه موټر يې يو څه زيانمن کړى دى.
ده زياته کړه، د دې پېښې له امله د شاوخوا کورونو او د يوې خصوصي لېسې ودانۍ ښيښې ماتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن