ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني د ناټو چوکاټ کې په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي

جرمني د ناټو چوکاټ کې په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي

author avatar
17 Feb 2020 - 11:35
جرمني د ناټو چوکاټ کې په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي
author avatar
17 Feb 2020 - 11:35

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨) :  د ملي امنيت شورا وايي چې جرمني د افغانستان د پوليسو روزنې او د ناټو په چوکاټ کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي.

له امنيت شورا څخه دسلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  چې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په جرمني کې د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د جرمني  له یو شمیر حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دغو ناستو کې په کورنیو چارو کې د جرمني د فډرالي حکومت وزیر ډاکټر مارکوس کربر، په بهرني سیاست کې د حاکم سیاسي حزب سي دي یو/سي ایس یو له پارلماني ویاند یورګن هارټ، په بهرنیو او دفاعي چارو کې د حاکم ګوند د پارلماني کمېټې له مرستیال ډاکټر یوهان واډیفل، د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې غړي او د سوسیال ډیموکراټ ګوند د پارلماني ډلګۍ د بهرنۍ پالیسۍ ویاند ډاکټر نیلز شمیت او همداراز په بهرنیو چارو کې د جرمني د فډرالي دولت له وزیر انډریس میکایلز سره د افغانستان او جرمني د اړیکو پر بهبود او د هېواد د سولې پروسې په اړه بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ناستو کې د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړل شو، چي جرمني به د افغان پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره ساتي.

همداراز پر دې ټینګار وشو چې د جرمني پارلمان به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د هغه هېواد د نظامي حضور په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي او یادو استازو وویل، چي دوی به په دې پرېکړه کې په افغانستان کې د خپل حضور له دوام څخه ملاتړ کوي.

یادو جرمني چارواکو د  ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي او د افغانانو لپاره به د یوې داسې سولې ملاتړ کوي، چي په پايله کې یې امنیت ټينګ او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په اوبو لاهو نه شي.

ډاکټر محب د جرمني  د فډرالي دولت له وزیرانو او د پارلمان له غړو سره په کتنو کې په پوځي او ملکي برخو کې ددې هېواد له همکاریو د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

هغه د پولیسو د روزنې پروګرام خورا اغېزمن وباله او مننه یې وکړه، چې جرمني په دې برخه کې په ځانګړې توګه په مزار کې یو خاص یونټ روزلی او فعالې مبارزې ته یې چمتو کړی دی.

نوموړي همداراز د سوله، امنیت او انکشاف په برخو کې د جرمني همکارۍ مهمې یادې کړې او وویل، چې افغانستان له دغه هېواد سره د خپلو اوسنیو همکاریو زیاتوالي ته ژمن دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتر محب همداراز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش جان ساپکو سره هم په یوه ګډ خبري غونډه کې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار د مونیخ د امنیتي ناستې په څنډو کې د هالنډ له لومړي وزیر مارک روټي، د اذربایجان له ولسمشر الهام عالیوف، د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایوف، د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان پلاوي په دوه اړخیزو ناستو کې هم ګډون وکړی.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.