ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرور دانش په مشرۍ لوړپوړى افغان پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى

د سرور دانش په مشرۍ لوړپوړى افغان پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى

author avatar
17 Feb 2020 - 09:09
د سرور دانش په مشرۍ لوړپوړى افغان پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى
author avatar
17 Feb 2020 - 09:09

 

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨) : د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ لوړپوړى افغان پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د سلواغې په ٢٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پلاوى په پاکستان کې د افغان کډوالو د څلوېښتو کلونو پوره کېدو په مناسبت جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې دغه دوه ورځنى کنفرانس نن په اسلام اباد کې پيل شي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پلاوي کې د ولسمشر ددويم مرستيال ترڅنګ د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال اوسرپرست وزيرمحمد هارون چخانسوري،دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سيد حسين عالمي بلخي او يو شمېر نور چارواکي شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر دويم مرستیال او ورسره پلاوى به يې د کنفرانس په څنډه کې له يو شمېر پاکستانيو چارواکو او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلينو له استازو سره هم وګوري.

د يادونې ده چې په دې کنفرانس کې د ګډون په موخه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټريز، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر هم اسلام اباد ته رسېدلي دي.

ددې ترڅنګ په دې نړيوال کنفرانس کې د شاوخوا ٢٠ هېوادونو استازي هم ګډون کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.