د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنو کمېسیون: تر راتلونکو څلورو ورځو د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلانېږي

د ټاکنو کمېسیون: تر راتلونکو څلورو ورځو د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلانېږي

Feb 17, 2020 - 18:14

کابل(پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۸): د ټاکنو کمېسیون د رایو د ځانګړي تفتیش او تازه محلونو د بیاشمېرنې خبر ورکوي او وايي چې د لومړنیو راپورونو له مخې، له ۱۳۷ زره ډېرو شکمنو او له ۱۰۲ زرو ډېرو هغو رایو ته به باور ورکړل شي چې له ټاکلي ټاکنیز وخت څخه بهر کارول شوې دي.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون د هغې پرېکړې له مخې چې څو ورځې مخکې یې اعلان کړه، د ۱۳۷ زرو لس سلنه رایې شکمنې پېژندل شوې او د ۱۰۲ زرو ۱۵ سلنه رایې چې له ټاکلي ټاکنیز وخت څخه بهر کارول شوې په ځانګړې ډول تفتیش کېږي چې د یادو څېړنو له مخې د دغو رایو د باور یا لغوه کېدو برخلیک روښانه کېږي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار نن رسنیو ته وویل چې د رایو ځانګړی تفتیش تېره شپه ۹:۰۰ بجې پای ته ورسېد او د لومړنیو راپورونو پر اساس ۱۰ او ۱۵ سلنه رایې چې ځانګړي تفتیش ته تللې وې ۹۵ سلنو یې د ژورنال او رېزلت شېټ ستونزه نه درلوده.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له ۱۳۷ زرو ډېرې شکمنې رایې او له ۱۰۲ ډېرې هغه رایې چې له ټاکلي ټاکنیز وخت بهر کارول شوې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د معیارونو مطابق وې او ښايي باوري وګڼل شي.

نوموړي د ټاکنیزو ټېمونو ترمنځ مخالفت ته په اشاره وویل: ((نه یوازې ټاکنیز ټکټونه بلکې هر څوک تقلبي پایلې نه مني او موږ خپل کار د قانون مطابق ترسره کوو او تر قانون لوړ مسوولیت نه لرو.))

دانشیار په ټینګار سره وویل چې ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلې دندې د قانون مطابق ترسره کوي او ډېر ژر به د خلکو انتظار پای ته ورسوي.

بلخوا د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ رسنیو ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د استازو په موجودیت کې د رایو ځانګړی تفتیش او د رایې ورکولو د محلونو تازه بیاشمېرنه پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې د ولایتونو د بیاشمېرنې فورمې مرکزي دفتر ته ولېږل شي او یادې پایلې په مرکزي سیستم کې تطبیق او د دغه بهیر پای ته رسېدو وروسته د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ثبات او همپالنې ټېم د ولسمشرۍ ټاکنو له بهیر څخه د وتلو د ګواښ ترڅنګ د ټاکنو کمېسیون پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، شونې نه ده چې تقلبي او په خپل سر جوړې پایلې دې ومني.

ټاکنو کمېسیون د بیاشمېرنې تازه بهیر، ځانګړي تفتیش او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړو تطبیق دوه ورځې مخکې په بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند، کندهار او کابل ولایتونو کې پیل کړی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سلواغې په ۱۶ مه د هغه رایو د لغوې یا تایید په اړه د پرېکړې په اعلان چې په اړه یې شکایت ثبت شوی و شرط کېښود او د ټاکنو له کمېسیون یې وغوښتل چې له ۱۴۰۰ ډېر محلونه دې په ځانګړې توګه تفتیش او ۲۹۸ نور محلونه دې بیا وشمېري.

د روان کال د تلې میاشتې د شپږمې په ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې او د لومړنیو پایلو له مخې چې د مرغومي په لومړۍ اعلان شوې دولت ساز ټېم له ۵۰ سلنو ډېرې او ورپسې د ثبات او همپالنې ټېم له ۳۹ سلنو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.

خو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking