کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨) : د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې هېواد يې د افغانستان سولې پروسه کې هر ډول اسانتياوې برابروي.
نوموړي دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٨مه، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ٤٠ کلونو مودې پوره کېدو په مناسبت جوړ شوي نړيوال کنفرانس ته وکړې.
په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريز، د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د بهرنيو چارو سرپرست وزير هارون چخانسوري، د کډوالو چارو وزير سيد عالم بلخي او د ٢٠ هېوادونو استازو ګډون کړى دى.
عمران خان وويل چې پاکستان له ټولو ستونزو سره سره د افغان کډوالو کوربه توب کړى او اوس د افغان سولې پروسه کې هم چې څه کولى شي هغه ډول همکاري کوي.
د نوموړي په وينا، په افغانستان کې د جګړو دوام د پاکستان په ګټه نه دى او په خپل حکومت کې د سولې په تړاو به هر ډول مرسته او همکاري کوي.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړه چې په تېرو څلورو لسيزو کې افغانان له ډېرو کړاوونو سره مخ شوي او اوس د سولې او ثبات مستحق دي .
ده وويل : (( موږ په افغانستان کې سوله غواړو او دعا کوو چې هلته د سولې خبرې اترې بريالۍ شي.))
همدا راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريز وويل چې پاکستان په نړۍ کې د کډوالو په اړه دويم ستر هېواد دى چې د ډېرو کډوالو کوربه کوي.
هغه د پاکستان ستاينه وکړه چې په تېرو٤٠ کلونو کې يې خپلې دروازې د کډوالو لپاره پرانيستې پرېيښې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فليپو ګرينډي بيا له پاکستان څخه مننه وکړه، چې افغان کډوالو ته يې د بانکي حسابونو د پرانيستلو اجازه ورکړې ده.
هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې تراوسه جګړې پاى ته نه دي رسېدلې، ځکه نو کډوال بايد په خپله خوښه ستانه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن